کاناډا داعش ضد ايتلاف نه جنګي الوتکې وباسي

د عکس سرچینه، EPA
د کاناډا نوي لومړي وزير جسټين ترودو تاييد کړې چې په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد له عملياتو خپلې جنګي الوتکې باسي.
ده له هغې څو ساعته وروسته چې معلومه شوه د لېبرال ګوند په ټاکنو کې يې بری ګټلی ولسمشر اوباما ته د خپلې دغې پرېکړې خبر ورکړ.
ده په اوتاوا کې خبريالانو ته وويل : ''موږ د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړې ته ژمن يو، خو ولسمشر اوباما د کاناډا د پرېکړې په اړه ښه پوهېږي.''
خو ښاغلی ترودو وايي د کاناډا پوځيان به چې تر ډېره د روزنې چارې پر مخ بيايي د عراق په شمال کې پاتې شي.
د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال ښاغلي ترودو ژمنه کړې وه چې خپلې سي ايف ۱۶ جنګي الوتکې به له ټاکلې مودې وړاندې بېرته راغواړي.

د عکس سرچینه،
ټاکل شوې وه د کاناډا دغه جنګي الوتکې د ۲۰۱۶ تر مارچ مياشتې په سيمه کې پاتې شوې وای.
جسټين ترودو د دوشنبې ورځې (اکتوبر ۲۰مه) ټاکنو کې د سټيفن هارپر په مشرۍ د محافظه کار ګوند نژدې لس کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.
بل خوا د کاناډا نوي لومړي وزير ويلي جسټین ترودو ويلي چې د دې کال تر وروستيو پورې به ۲۵۰۰۰ سوريايي کډوال ومني.
تر ده وړاندې پخواني لومړي وزیر سټيفن هارپر کاناډا ته د کډوالو ورتلل رد کړي و او د دغې موضوع په اړه يې سخت دريځ درلود.








