طالبان وايي د اسلامي دولت ډلې پر ضد یې 'ځانګړی' ځواک جوړ کړی

بي بي سي ته ویل شوي، چې طالبانو د افغانستان په ځینو ختیځو سیمو کې د منتظره قطعو په نوم نوی ځواک جوړ کړی دی، چې ځوانان روزي او داسلامي دولت نومي ډلې 'داعش' پرخلاف یې جګړې ته چمتو کوي.
د سرچینې له خولې ده، چې په ځینو سیمو کې د ولسوالۍ په کچه د دغه ځواک جوړښت رامنځته شوی او ځینو هغو کې د درو لپاره دغه تشکیل ورکړل شوی دی.
ویل کېږی، چې دغه نوي طالب ځواک ته د نورو طالب وسله والو پرتله ډېرامکانات ورکول کېږي.
د کونړ او نورستان یو شمېر اوسیدونکي وايي، دغو وسله والو طالب ډلګیو ته ځینې هغه ځوانان ورځي، چې د اسلامي دولت نومې ډلې له راتګه ډارول شوي دي.
د طالبان د تبلیغ ډلګۍ په کلیو کې د دغې ډلې پرخلاف خلک پاروي چې د دوی په کرښو کې ودریږي.
بي بي سي په دې اړه د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهده وپوښتل، هغه وايي:
' هو داسې ځواک شته !

د عکس سرچینه، AFP
هرڅوک چې داسلامي امارت پرخلاف ګام واخلي دا ځواک به یې پر وړاندې غبرګون ښيي او دا دفاعي قطعې دي، تعرضي اړخ هم لري او خلک بې له شکه چې زموږ له قطعاتو سره یوځای شوي دي. خلک نه یوازې په یوه سیمه کې بلکې په هر ولایت کې له موږ سره یو ځای شوي دي.'
د مجاهد د ادعا له مخې د وسله والو د روزنې ډېرشمېر مرکزونه یې په بېلابېلو ولایتونو کې فعال دي.
د ختیځ ولایت ننګرهار په څو ولسوالیو کې بیا داسلامي دولت نومې ډلې وسله وال په لارو کې د پلټنو پروخت شکمن طالبان نیسي، دغلته له څو میاشتو راهیسې دواړه ډلې په نښتو کې ښکېل دي.
بل لور ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نجیب دانش په دې اړه وویل، د طالبانو په ګډون به یوې ډلې ته هم د دې فرصت ورنه کړي چې وسله وال فعالیتونه وکړي.
طالبانو که څه هم په دا وروستیو کې دافغانستان په شمال کې پر یو شمېر ولسوالیو ولکه ټینګه کړې او د څو ورځو لپاره یې د کندوز ولایت مرکز هم ونیو، خو په ختیځ کې یې د اسلامي دولت نومې ډلې داعیش سره جګړه کې ځینې سیمې او وسله وال له لاسه ورکړي دي.
د ځینورپوټونو له مخې په نورستان کونړ او ننګرهار کې د طالبانو یو شمېر مهم قومندانان په دا وروستیو کې داعش ته ور اوښتي او دغو سیمو کې اوس د وسله والو د جلب او ځان سره ساتلو ستونزې په پراخیدو دي.








