د فلېپين شمال کې توپان لويه ويجاړي رامنځته کړې

د عکس سرچینه، AFP
د فلېپين په شمال کې د کوپو په نوم توپان کورونه ويجاړ کړي، د برېښنا مزي يې پرې کړې او زرګونه کسان يې له خپلو کورونو وېستو ته اړ کړي دي.
په شمال کې د الوتکو پروازونه، د بېړيو تګ راتګ او په غرنيو سيمو کې د غرونو ښووېدو له امله د موټرو تګ راتګ بند شو دی.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چاوراکي وايي توپان د دغه هېواد سمندرغاړې ګواښي او دغلته اوبه تر څلورو مترو پورې پورته کېږي.
د دغې ادارې مشر الکسندر پاما وايي په شمال ختيځه سيمه لوزون کې ۱۰۰۰۰ کسان بېځايه شوي، خو تراوسه چاته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.
ښاغلی پاما وايي: ''دوی ته ور رسېدلي لومړني راپورونه ښيي، چې يو شمېر کورونه ويجاړ شوي، د برېښنا مزي پرې شوي او چپه شويو ونو لوی سړکونه بند کړي دي.''

د عکس سرچینه، EPA
اټکل دا دی چې د کوپو توپان سره به درې ورځې سخت باران هم وي، د سختو سيلابونو د راوتلو لامل به شي او ښايي د ځمکې ښووېدو لامل هم وګرځي.
د جمعې پر ورځ د فلېپين ولسمشر د تلوېزيون پر پرده راڅرګند شو او خلکو ته يې خبرداری ورکړ چې له ډېر احتياط نه کار واخلي.
د کوپو توپان چې کابو ۶۵۰ کيلومتره سيمه يې تر پوښښ لاندې ده، چټکتيا يې په ساعت ۲۵۰ کيلو متره اټکل شوې ده.
په ۲۰۱۳ کال کې د هيان په نوم توپان فلېپين له ۶۳۰۰ ډېر کسان ووژل.








