پېښور کې د سخت باران له کبله ۵ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AP
دیورند کرښې ته څېرمه خیبر پښتونخوا په مرکز پیښور کې د توپان او سخت باران له کبله د ځینو کورونو چتونه لوېدلي او ځینې دیوالونه نړېدلي دي چې له دې کبله يې ۵ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپیان دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې نن سهار ( سپتمبر ۳ ) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په پیښور کې د سخت اورښت او تېزې هوا له کبله په څو ځایونو کې د کورونو چتونه لوېدلي او ځیني ځایونو کې دیوالونه هم نړېدلي دي.
د دغې اعلامیې پر بنسټ ۵ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي چې په وژل شویو کسانو کې ۳ مېرمنې هم شاملې دي.
د دغې ادارې په وینا، د ښار په څو سیمو کې تندر را هم لویدلی دی.

د عکس سرچینه، AP
د عیني شاهدانو په وینا، د ښار په یوه سیمه کې د تندر د لویدو له کبله ۱۵ ریکشاګانې سوځېدلې او ایره شوې دي.
په دغه ښار کې ۴۷ ملي متره باران شوی او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې هم د باران وړاندوینه شوې ده.
په دا وروستیو کې خیبر پښتونخوا کې د سختو بارانونو او توپانونو له کبله تر دې دمه له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د روان کال په اپریل میاشت کې پيښور کې د سخت توپان او باران له کبله نژدې ۵۰ کسان ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر په کې ټپیان شول.
تېره میاشت هم د بارانونو او توپانونو له کبله نژدې ۳۰ کسان ووژل شول او به لسګونه نور ټپیان شول.

د عکس سرچینه، AP
د دغو طبیعي افاتو له کبله په خیبر پښتونخوا کې ډېر مالي زیانونه هم اوښتي دي.








