ټایوان کې زورور توپان څلور کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
په تايوان کې زورور توپان چې سخت باد او قوي باران هم ورسره دی لږترلږه څلور کسان مړه کړي دي.
دغه توپان چې چټکتيا يې په ساعت کې ۲۳۰ کيلومترو ته رسېږي له ختيځو سمندرغاړو تېر شوی او اوس له دغه ټاپو په تېرېدو دی.
توپان ونې له بېخه وېستلي، د اعلانونو لوحې يې راغورځولي او لږترلږه په يوه کلي کې د ځمکې ښووېدو لامل شوی دی.
شاوخوا دوه ميليونه کورنۍ د توپان له امله له برېښنا بې برخې شوې دي.
د ريل ګاډي خدمتونه او پروازونه لغوه شوي او ټول ښوونځي او دفترونه تړل شوي دي.
د تايوان د هوا پېژندنې اداره وايي په داسې حال کې چې توپان په شمال لويديځ لوري روان دی، زور يې مخ په کمېدو دی.
د قربانيانو په مينځ کې يوه اته کلنه نجلۍ او د هغې مور هم شته، چې سمندر ته ورغورځېدلي دي.
يوه عيني شاهد د تايوان يوه تلوېزيوني چينل ته ويلي: ''ما په خپل ۶۰ کلن ژوند کې داسې پياوړی او زورور توپان ليدلی نه و. ''

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AP
د توپان له رسېدو وړاندې حکومت زرګونه کسان له خپلو کورونو ووېستل.
اټکل کېږي چې توپان تر دې وروسته د تايوان تړانګې او بيا وروسته د چين خاورې ته ورواوړي.

د عکس سرچینه، EPA








