توپان ځپلي وناتو ته لومړنۍ مرستې ورسېدې

د عکس سرچینه، Reuters
وناتو ته لومړنۍ مرستې وروسته له هغه رسېدلې چې دغه هېواد د پم په نامه توپان سخت وځاپه.
له استرالیا او نیوزیلنډه د هوايي ځواک په الوتکو کې مرستې رسېدلې دي او نورو هېوادونو هم د مرستو ژمنه کړې ده.
له هوا اخیستل شوي د وناتو پلازمېنې پورټ وېلا انځورونه ښيي چې ډېری کورونه په بشپړ ډول نړېدلې دي.
د اطلاعاتو او اړیکو پرې کېدا په دې معنا ده چې له پلازمېنې بهر سیمو کې د حالت په اړه کره مالومات نه شته خو یوه پیلوټ په نورو ټاپوګانو کې هم ورته ویجاړی لیدلی دی.
د وناتو ولسمشر لونسډېل بي بي سي ته په ژړغوني غږ کې وویل چې د پم په نامه توپان د ښوونځیو او کلینکونو په ګډون د پورټ وېلا ډېری ودانۍ ویجاړې کړې دي.
په دغه کوچني هېواد کې چې ټول وګړي یې ۲۶۷ زره دي او ۶۵ تاپوګان لري، بېړنی حالت اعلان شوی دی.
تر اوسه د لږترلږه اته کسانو مړینه تاید شوې ده.

د عکس سرچینه، AFP
خو په داسې حال کې چې ژغورونکي د دغه بې وزلي هېواد لرې پرتو ټاپوګان ته د رسېدو هڅه کوي، وېره ده چې د مړو شمېر ښايي په چټکۍ لوړ شي.
د پنځمې کټګورۍ توپان چې ساعت کې یې د ۳۰۰ کیلومتر سرعت باد درلود، د شنبې پر ورځ وناتو ته مخه کړه.
دغه توپان اوس د نیوزیلنډ پر لور روان دی او که څه هم ځواک یې کم شوی خو د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې د سختې هوا او حالاتو خبرداری ورکړل شوی دی.
د ناورین د مخنیوي د ملي ادارې یوه چارواکي پاولو ملاتو د ای پي خبري اژانس ته وویل:
توپان د پورټ وېلا هوايي ډګر ته هم زیان رسولی او تر دوشنبې ورځې کورنۍ الوتنې په کې درول شوې وې خو د مرستو الوتکو وکولی شوای چې د یکشنې پر ورځ په هوايي ډګر کې ناسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه چارواکي پلان لرې چې د دوشنبې پر ورځ د هوا له لارې لرې پرتو ټاپوګانو ته هم لاسرسی ومومي او هلته د شوې ویجاړۍ ارزونه وکړي.
بریتانیا، ملګرو ملتونو او اروپايي اتحادیې هم د مرستو ژمنه کړې ده.








