د وناتو ولسمشر د توپان له ویجاړیو وروسته د مرستې غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، AFP UNICEF Pacific
د وناتو ولسمشر بلدوین لونسډېل د پم په نامه د توپان له ویجاړیو وروسته د نړیوالې مرستې غږ کړی دی.
نوموړي دغه توپاین یوه "غمیزه" بللې او ویلي یې دي چې پېښې "ډېر غمجن" کړی دی.
مرستندویه ادارو ویلي توپان د شنبې پر ورځ د دغه هېواد استوګنځایونه سخت ځپلي او د "بشپړې ویجاړۍ" لامل شوی دی.
د ماشومانو د چارو ادارې (سیف د چلډرن) ویلي د اتو کسانو مړینه تاید شوې خو وېره ده چې لسګونه نور کسان به هم وژل شوي وي.
ډېری اوسېدونکي وروسته له هغه چې خپل کورونه یې ویجاړ شول، دا دوهمه شپه ده چې په بېړنیو پناه ځایونو کې یې تېروي.
ښاغلي لونسډېل په جاپان کې د ملګرو ملتونو د ناورین د خطر او مخنیوي نړیوال کنفرانس ته خبرې کولې.

د عکس سرچینه، BBC World Service
نوموړي وویل: "زه دلته ولاړ یم، د حکومت او د وناتو د خلکو په استازیتوب له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کوم چې وکولی شو روانې غمیزې ته ځواب ووایو...چې موږ یې ځپلي یو".
وناتو کې د ماشومانو د چارو ادارې مشر ټام سکیرو د شنبې پر ورځ وویل:
"نن دلته د بشپړې ویجاړۍ انځور دی – کورونه ویجاړ شوي، ونې لوېدلې، سړکونه بند شوي او خلک په واټونو سرګردان مرستې پسې ګرځي".
"د هېواد په ډېرو سیمو کې اطلاعات او اړیکې پرې شوې او د بشپړۍ ویجاړۍ په اړه ښايي تر راتلونکو څو ورځو پورې په دقیق ډول څه ویل ګران وي".
د پم په نامه دغه توپان په ساعت کې د ۲۷۰ کیلومتره باد او دروند باران سره مل و.
"بشپړ کلي ویجاړ شوي"
د ورلډ وېژن ادارې د بېړنیو اړیکو افسره کول موریسن چې اوسمهال د وناتو په پلازمېنه پورټ وېلا کې ده د شنبې پر ورځ وویل، سړکونه د کورونو له چتونو، له بېخه وتلو ونو او د برېښنا له تارونو ډک وو.

د عکس سرچینه، BBC World Service
نوموړې وویل داسې راپورونه شته چې په لرې پرتو سمیو کې بشپړ کلي له منځه تللي دي.
"په پورټ وېلا کې ویجاړی خورا زیات دی خو ډېرې نورې زیانمنېدونکې جزیرې هم شته. زه په هغو زیانمنونکو سیمو کې د اوسني حالت په اړه فکر هم نه شم کولی چې له څومره ستونزو سره به مخامخ وي".
اوسمهال لومړیتوب دا دی چې خلکو ته پناه ځایونه او کافي اندازه خواړه او اوبه برابر شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو او تعلیم ادارې یونیسف ویاندې الیس کلیمنټس دغه توپان "د ۱۵ نه تر ۳۰ دقیقو مطلقه ترهه" وبلله.
استرالیا ویلي دوی وناتو ته د اړیتا په صورت کې د یوې بېړنې مرستندویه ډلې د لېږلو چمتووالی نیسي.








