بریتانیا د سوریې شل زره کډوالو ته پناه ورکوي

د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون ویلي، چې د سوریې شل زره کډوالو ته به تر ۲۰۲۰ کال پورې پناه ورکړي.
ښاغلي کامیرون وویل، بریتانیا به یوازې هغو کډوالو ته پناه ورکړي، چې پر لاره د اروپا پر لور نه دي روان شوي او همالته د خپل هېواد پر پوله د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې دي.
د دې ترڅنګ ښاغلي کامیروان د دوو اورپکو بریتانویانو د وژلو خبر ورکړ، چې له اسلامي دولت نومې ډلې سره یوځای شوي وو او د بریتانیا د بې پیلوټه الوتکو په مټ وژل شوي دي.
د ښاغلي کامیرون په وینا، په دې وروستیو کې په بریتانیا کې هم ترهګریز بریدونه ډېر شوي دي.
بل خوا روسیې هغه رپوټونه رد کړي، چې ګواکي د سوریې د حکومت له پوځه ملاتړ کوي خو د بهرنیو چارو وزرات یې ویلي، چې د دوی په وینا تخنیکي مرسته به دوام لري.
په دې وروستیو کې په سوریه کې د ننه زیات شمېر روسي پوځي تجهیزات لیدل شوي دي.

په مسکو کې د بي بي سي خبریال وایي، روسیه له خپل پخواني ملګري بشار الاسده ملاتړ کوي خو اوس داسې جوتوي، چې ګواکي د ا سلامي دولت نومې ډلې پر ضد ګامونه اخلي.
د خبریال په وینا، اوس سلګونه روسان د اسلامي دولت نومې ډلې په لیکو کې دي.








