پاکستانی پوځ: د کراچۍ پر ښار یو برید مو شنډ کړ

د پاکستان پوځ وايي د هېواد د خپلواکۍ په ورځ په بندري ښار کراچۍ کې د ترهګریز برید يو پلان شنډ کړی.
پوځ ادعا کوي چې د بريد لپاره پلان شوي کسان په افغانستان کې د پاکستان د سوات د طالبانو له خوا روزل شوي ول.
څو ورځې وړاندې افغان حکومت په کابل کې د هغو بریدونو ترشا، د دوی په وینا د پاکستان لاس درلودل، په کلکه وغندل چې د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شول.
د پوځ په يوې خبرپاڼې کې ويل شوي چې د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ يې کراچۍ ښار کې د پنځو کسانو يوه ډله نيولې چې په دغه ښار کې يې د اګست په څوارلسمه د بريدونو پلان جوړ کړي وو.
پاکستان هر کال د اګست میاشت په څوارلسمه د خپلواکۍ ورځ لمانځي چې تر هغه وړاندې ډېر امنیتي ګامونه اوچتوي.
د پوځ خبرپاڼه لیکي په نیول شوو کسانو کې د سوات د طالبانو مرستيال بخت زمان هم شامل دی.
د پاکستان پوځ وايي امنيتي ځواکونو يو ګاډی او موټرسايکل نیولي چې د برید لپاره چمتو کړی شوي ول.

پوځ ویلي د پوښتنو پر مهال نيول شوو کسانو منلې چې د ترهګري پلان يې چمتو کړی ؤ او افغانستان څخه د روزل شوو بريد ګرو په انتظار وو.
خبرپاڼه لیکي "د طالبانو د سوات اميرهم د دي پلان عملي کولو لپاره افغانستان ته تللي وو."
د پاکستان پوځ دا خبر په داسې حال کې ورکوي چې نن د افغانستان له خوا یو جګپوړی پلاوی پاکستان ته تللی چې پر کابل د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.
د پلاوي په جوړښت کې د بهرنیو چارو وزیر، د دفاع وزارت چارسمبالی او د ملي امنیت د ادارې مشر ګډون لري.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو روځې وړاندې پاکستان په دې تورن کړ چې اوس هم پر افغانستان د بریدونو ترسره کولو کې ښکېل دی.








