غني: د جګړې پیغام لا تراوسه له پاکستانه راځي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، لا هم د پاکستان په خاوره کې د افغانستان پر ضد د جنګ اعلان کېږي او له دغه ځایه په افغانستان کې بریدونه کېږي، چې په وینا یې دا له یوه ګاونډي هېواد سره څرګنده دښمني ده.
ولسمشر غني نن د یوې خبري غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل، په کابل او نورو سیمو کې وروستیو خونړیو بریدونو وښوده، چې د بریدونو سمبالوونکي او د وسله والو روزنیز مرکزونه د پخوا په څېر په پاکستان کې فعال دي.
ولسمشر غني همداراز وویل، که پاکستان دا وړتیا نه لري چې طالبان خبرو ته کېنوي، دا وړتیا خو لري چې په خپله خاوره کې د هغوی فعالیتونه بند کړي.
پاکستان تر اوسه د ولسمشر غني د خبرو په اړه څه نه دي ویلي خو پخوا یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
نوموړي وویل، تېره شپه یې د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او لوی درستیز سره تیلېفوني خبرې کړې او ښاغلي شریف ژمنه وکړه، چې تر راتلونکو څو اونیو پورې به د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې نوې او کارنده طرحه جوړه کړي.
ولسمشر غني وویل، په پام کې ده، چې راتلونکې پنجشنبې د افغانستان یو پلاوی پاکستان ته ولاړ شي او له دغه هېواد سره د ''سولې'' خبري په نسبتاً په جدي توګه مطرح کړي.
غني په خپلو خبرو کې وويل، د پاکستان لومړي وزير ژمنه کړې چې پاکستاني چارواکي به د ترهګرۍ پر وړاندې نوي ګامونه پورته کړې او د پنجشبنې د سفر پر مهال به په دې اړه نورې خبرې وشي.
ښاغلی غني د پاکستان په اړه د پخوا پرتله جدي ښکاري، پخوانی ولسمشر حامد کرزي کله هم پاکستان په دې ډول ترهګرو ته د خوندي ځايونو په ورکولو نه و تورن کړی.
نوموړي وویل، د پاکستان لومړي وزیر او لوی درستیز ته یې وویل، چې د پاکستان امنیت د افغانستان په بې امنۍ کې ناممکن دی.
ښاغلي غني دا هم وویل چې د تېر کال نومبر کې یې پاکستان ته د سفر په اوږدو کې پاکستاني چارواکو ته وویل، چې سوله دوه بعده لري، یو له پاکستاني حکومت سره سوله او بله له طالبانو سره سوله.
دوست که دښمن؟

د عکس سرچینه، AFP
ولسمشر غني وویل، له پاکستاني حکومت او ولس نه پوښتي، که چېرې د کابل شاه شهید غوندې برید د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د یوې داسې ډلې له خوا وشي، چې افغانستان کې روزنیز مرکزونه ولري، نو پاکستان به افغانستان ته د دښمن په سترګه ګوري او که د دوست؟
په کابل او نورو ولایتونو کې د پرله پسې ځنځیري خونړیو بریدونو په تړاو ولسمشر غني وویل، دا بریدونه ددې ښکارندوی دي چې د دښمن جګړه بدله شوې ده، چې غواړي د افغانانو روحیه له منځه یوسي.
ده زیاته کړه، عدلي او قضايي ارګانونو ته یې له هغو کسانو سره د نرمۍ نه کولو غوښتنه کړې، چې لاسونه یې د خلکو په وینو لړلي دي.
ولسمشر غني له پاکستان سره د سولې معیار پر ملي ګټو او د خلکو پر هوسا ژوند پورې وتاړه: ''له پاکستان سره زموږ د روابطو معیار د افغانستان ملي ګټې او د هغوی په راس کې د افغانستان د خلکو د ژوند مصونیت دی. که زموږ خلک وژل کیږي، روابط معنا او محتوا له لاسه ورکوي چې امید دی داسې ونه شي.''
خبریالانو ته د خبرو پرمهال ولسمشر غني وویل، له بهره ځینو کسانو وړاندوېینه کوله، چې ګني تر راتلونکو ورځو پورې به افغانستان د امنیت په ټینګښت کې پاتې راشي، خو د نوموړي په ټکو افغان امنیتي ځواکونو د ټولو بهرنیو ځواکونو تش ځای ډک کړی دی.

د عکس سرچینه، AP
ښاغلی غني وايي موږ له هغه طالبانو چې د خپل وطن تباه کول او خپل وطنوالو وژل نه غواړي غوښتنه لرو چې د سولې له خبرو سره يو ځای شی.
ده وویل: ''له نېکه مرغه افغان ځوانان تر بل هر وخت زیات د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د شاملېدو لېوال دي او موږ هم د دوی دغه ملي او اسلامي احساس ته په پام سره جلب او جذب نهه سلنه ډېر کړی دی.''
ولسمشر غني له سیاسي خواوو وغوښتل، چې ''له سیاسي قشره مو تقاضا ده چې په دې حساس وخت کې ملت متحد وساتي او خدای مکړه، په ټولنه کې د شکونو او اختلافونو د ایجاد له لارې داسې څه ونه کړي چې ګټه یې دښمن ته رسیږي.''








