پاکستان: د ایم کیو ایم ګوند پارلماني غړو استعفا کړې

د عکس سرچینه، MQM
د پاکستان متحده قامي غورځنګ ( ایم کیو ایم ) ګوند پارلماني غړو په سند ایالتي پارلمان کې له استعفاګانو وړاندې کولو وروسته د پاکستان فدرالي اسمبلۍ کې هم خپلې استعفې وړاندې کړې. کراچۍ کې د ایم کیو ایم ۱۴ پارلماني غړو په لاس لیکلې استعفاوې د پارلمان مشر ته وړاندې کړې.
دې سره د پاکستان په فدرالي اسمبلې کې د څلورو مېرمنو په ګډون د دغه ګوند ۲۴ غړو او د پاکستان مشرانو جرګې کې د یاد ګوند اتو غړو خپلې استعفې د مشرانو جرګې مشر رضا رباني ته وړاندې کوي.
د ایم کیو ایم پارلماني غړو د استعفا په اړه د پاکستان د فدرالي او ایالتي حکومتونو له لوري دم ګړۍ څه نه دي ویل شوي.
د پاکستان ملي اسمبلۍ کې د استعفا له وړاندې کولو مخکې د دغه ګوند پارلماني ډلې مشر فاروق ستار وویل، چې د ګوند ۴۰ غړي یې له محاکمې پرته وژل شوي دي او د تېرو اتو میاشتو مودې کې یې ۲۰۰ فعالان امنیتي ځواکونو نیولي دي، چې وايي لا هم محکمې ته نه دي وړاندې شوي.
د نوموړي په خبره لومړي وزیر نوازشریف د کراچۍ عملیاتو او پکې د ( بې محاکمې وژنو ) په اړه د معلوماتو یو ځای کولو په موخه د یوې کمېټۍ جوړولو ژمنه کړې وه، چې وايي تر اوسه نه ده عملي شوې.
د نوموړي په وینا دوی سره په محکمو کې هم انصاف و نه شو او د پاکستان پوځ مشر هم د لیدنې لپاره وخت ور نه کړ، چې په وینا یې اوس ورته له استعفا وړاندې کولو پرته بله لاره پاتې نه ده.

د عکس سرچینه، EPA
د نوموړي په خبره د پوځ په اړه د څرګندونو له کبله د دوی د ګوند مشر الطاف حسین پر وینا کولو بندیز ولګېد، چې وايي دا د بیان ازادۍ خلاف چاره ده او په خبره یې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان، د دفاع وزیر خواجه اصف او د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر منورحسن له دې هم سختې څرګندونې کړې، چې هغوی ته هېڅ هم نه دي ویل شوي.
له دې مخکې لندن کې د ایم کیو ایم ګوند اړیکو کمېټې غړي مصطفی عزیزابادي بي بي سي ته منلي و، چې په مشرانو جرګې او پارلمانونو کې یې د ګوند شته ټول غړي د چهارشنبې په ورځ استعفا کوي.
ایم کیو ایم ګوند له تېرو څو میاشتو راهیسې د رینجرز نومي امنیتي ځواک فعالیتونو خلاف احتجاج کوي او د دغه ګوند مشر الطاف حسین هم د رینجرز کړنې سختې غندلې.
د دغو نیوکو له کبله د ګوند ځايي مشرانو په ګډون د هغه خلاف د پاکستان لر او بر کې محکمو ته له ۱۰۰ ډېرې عریضې شوې دي او اوس د ایم کیو ایم پارلماني غړو له استعفاګانو وروسته پاکستان کې یو سیاسي کړکیچ رامنځته شوی دی.








