بحرين چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د بحرين د کورنيو چارو وزارت وايي د "ستره" سيمې په يوه "ترهګريز بريد کې دوه پوليس وژل شوي"
دوي وايي د بريد له کبله شپږ کسان ټپيان شوي چې د يوه حالت يې نازک ښودل شوی دی.
بحرين د ۲۰۱۱ کال له پاڅونونو وروسته ډېر زيان ليدلی، د دې هېواد شيعه لږکي په حکومتي او سياسي چارو کې بدلون غواړي.
دغه بريد له هغه وروسته رامنځ ته کېږي چې تېره اوونۍ د بحرين چارواکو په لويه اندازه وسلې او مهمات چې له ايران څخه دې هېواد ته قاچاقېدل نيولي وو.
د بحرين چارواکي وايي دوه کسان يې د وسلو د قاچاق په تړاو نيولي، دوی وايي دغو کسانو منلې چې له ايران يې د پرمختللو وسلو او چاودېدونکو توکيو بېړۍ بحرين ته لېږدوله.
د (ستره) سيمې ډېری اوسېدونکي شيعه ګان دي او له څه مودې راهيسې په دغه سيمه کې پر پوليسو بريدونه کېږي.
ځايي اوسېدونکي وايي روغتون ته د ټپيانو د لېږدولو له کبله دغه ښار ته لارې او سړکونه بند شوي دي.
د بحرين چارواکي ايران په دغه هېواد کې په لاس وهلو تورنوي خو ايران بيا دغه تورونه ردوي.
بل خوا ايراني چارواکي وايي بحرين کې د شيعه ډلو کړنې ستايي او وايي دوی د خپلو سياسي او اقتصادي حقونو لپاره جنګېږي.








