بحرین ۵۷ کسان "د بمي برید پلان" په جرم محکوم کړي

بحرین د دغه هېواد ۵۷ شیعه وګړي د یوه بمي برید د پلان په جرم په بند محکوم کړي او له یوه پرته یې له ۵۶ نورو د بحرین تابعیت هم بېرته اخیستی دی.
د بحرین حکومتي خبري اژانس (بي اين ای) وویل دغې ډلې پلان درلود چې "پر پولیسو... او د یوه سفارت په ګډون پر حساسو ځایونو او امنیتي ودانیو برید وکړي".
د دغه هېواد د بشري حقونو ډلو دغه "ناعادلانه محاکمه" او د شیعه وګړو په بند محکومېدل غندلي دي.
دغه خلیجي هېواد په ۲۰۱۱ کال کې د شیعه ګانو د مظاهرو له درولو وروسته له خال خال ناارامیو سره مخامخ شوی دی.
په وروستۍ قضیه کې محکومو شویو ته له دریو کلونو نیولې بیا د عمري بند سزاوې اورول شوې دي.
فعالینو ویلي په بند محکومو شویو کې د کم عمر کسان هم شامل دي. څلور وګړي بې ګناه بلل شوي دي.
د خلیج ورځپاڼې راپور ورکړی، په منامه کې د سعودي سفارت او د شاه فهد پلونه چې بحرین له سعودي سره نښلوي، د دغې ډلې له هدفونو وو.
محکمې ادعا کړې چې شیعه مخالفې ډلې الوفاق او یوې بلې ټولنې الوفا چې بندیز پرې لګول شوی، د محاکمه شوي کسانو ملاتړ کاوه.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په یوې وینا کې د بحرین د حقونو دوو ډلو ویلي چې د نهو محکوم شویو کسانو عمر له ۱۸ کلونو کم و.
د (امریکایان د ډېموکراسۍ لپاره) او (په بحرین کې بشري حقونه) ډلو غړي حسین عبدالله وویل:
"د بحرین سیاسي کړای شويو محکمو د بحرنیانو د یوه بشپړ نسل پر ګوښې کولو لاس پورې کړی او دوی په ناعادلانه ډول په بند محکوموي."
بحرین کې په ۲۰۱۱ کال کې پاڅون وشو چې په کې شیعه ګانو د سنیانو له حکومته د دېموکراتیکو اصلاحاتو غوښتنه کړې وه.
له هغه راهیسې په دغه هېواد کې تر اوسه خال خال مظاهرې شوې دي.
په جنورۍ کې هم بحرین ملي امنیت ته د زیان رسولو په تور د ۷۲ کسانو تابعیت بېرته واخیست.








