د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د الشباب ډلې قوماندانان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د سيمه ييزو او سېدونکو پر وينا د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د سوماليا الشباب ډلې دوه قوماندانان وژل شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي له لويو چاودنو وروسته په بارديري سيمه کې د دغو کسانو مړي موندل شوي دي.
الشباب ډلې تر اوسه په رسمي ډول د پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو یوې سرچينې د بي بي سي خبريال ته ويلي چې وژل شوي کسان د الشباب ډلې قوماندان دي.
بارديري يو له هغو ښارونو دی چې تراوسه د الشباب ډلې تر ولکې لاندې دی.
ويل کېږي افريقايي ټولنه او د سوماليا دولتې ځواکونه د جدو په سيمه کې د الشباب ډلې پر وړاندې پرمختګ کوي. وړاندې هم امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې د الشباب ډلې مشران وژلي دي.
د سوماليا پلازمېنه موګاديشو کې د بي بي سي خبريال معلم محمد وايي له بريد وروسته د بارديري ښاره سره اړيکه پرې شوي.
سيمه ييز خلک وايي له بريد وروسته د الشباب ډلې جنګيالي د پېښې ته ځای ورغلي دي.
الشباب ډله د سوماليې له دولتي ځواکونه سره جنګېږي د هېواد د ولکې لپاره جنګېږي.
په تېرو څلورو کلونو کې د الشباب ډلې اورپکي د سوماليا له مهمو ښارونو چې يو وخت يې تر ولکې لاندې وو ايستل شوي دي.









