سومالیا ځانمرګي برید ۳۰ کسان وژلي

د عکس سرچینه، EPA

عیني شاهدان وايي د سومالیا سوېل کې د افریقايي ټولنې اړوندو ځواکونو پر یوې اډې د الشباب اورپکې ډلې په یوه ځانمرګي برید کې لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

الشباب وسله والو ویلي، پر یاده اډه یې قبضه کړې ده، خو دغه ادعا تر اوسه چا نه ده تایید کړې.

پوځي سرچینې وايي، یوه ځانمرګي بریدګر خپل موټر د اډې پر دروازې په چټکۍ وروهلی دی.

دغه اډه له پلازمېنې موګادیشو نه څو سوه کیلومتره لیرې ده.

یاده اډه د موګادیشو او بیدوا ښارونو ترمنځ پر غځېدلې لارې پرته ده.

اټکل دی چې د الشباب لسګونو اورپکو پر دغې اډې په برید کې برخه اخیستې وې.

د سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته ولي، د ډزو غږونه یې اورېدلي دي.

الشباب اورپکې ډلې د روانې روژې میاشتې له پیله خپل بریدونه ډېر کړي دي.

دغه ډله هڅه کوي د لوېديځ په ملاتړو د سومالیا جوړ شوی حکومت ړنګ کړي.