ویکیلیکس: امریکا په عادي ډول د برازیلي مشرانو جاسوسي کوله

د عکس سرچینه، BBC World Service
د امریکايي پټو اسنادو خپروونکې وېبپاڼې ویکیلیکس ویلي، داسې اسناد یې تر ګوتو کړي، چې ګني د امریکا د ملي امنیت ادارې په عادي ډول د برازیلي حکومت د ځینو جګپوړو چارواکو جاسوسي کوله.
وېبپاڼه وايي، دغې ادارې په عادي ډول د برازیل د اقتصادي معاملو په اړه جاسوسي کوله.
سرچینې د برزایل په اقتصادي او د پانګونې په ډګر کې د هغو ۲۹ چارواکو د تیلېفون شمېرې خپرې کړې چې په اړه یې جاسوسي شوې ده.
ویکیلیکس وايي، د برازیل پرضد د امریکا جاسوسي کړنې د ۲۰۱۱ په لومړیو او یا هم تر دې مخکې پیل شوې دي.
د برازیل ولسمشرې دیلما روزیف دوه کاله وړاندې وروسته تر هغه واشنګټن ته خپل سفر لغوه کړ، چې د امریکا د ملي امنیت یوه مخکیني مامور اډوارډ سنوډن د هغې له تیلیفوني خبرو او برېښنالیکونو د افشا کېدو خبر خپور کړ.
ویکیلیکس وايي "له دې افشا مو هدف دا نه دی چې ګني ولسمشره دیلما روزیف په نښه شوې، بلکې د دفتر مشر، د مالیې پخوانی وزیر انتونیو پالوچي او آن د آغلې روزیف د ولسمشرۍ ټول دفتر او آن په الوتکه کې د هغې د ځانګړي تیلیفون شمېره په نښه شوې".
سرچینه زیاتوي "ښکاري چې ولسمشره روزیف آن د رسمي سفرونو پرمهال هم له جاسوسۍ خوندي نه وه".
ولسمشرې روزیف تېره اونۍ امریکا ته د خپل سفر پرمهال ویلي وو، د جاسوسۍ ستونزه له پخوا پاتې شوې ده: "ځینې څیزونه بدل شوي، او زه هغه څه رښتیا ګڼم چې ولسمشر بارک اوباما یې وايي".
د ویکیلیکس استرالیایی مشر جولیان اسانج وايي، امریکايي استخباراتو د جاسوسۍ له کړنو لاسونه نه دي اخیستي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
نوموړي د تېرې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: "که چېرې ولسمشره روزیف واشنګټن ته د وروستي سفر پایله کې پخپل هېواد کې د امریکايي پانګونې د ډېرېدو لېواله شوې وي، نو څرنګه به برازیلي شرکتونو ته ډاډ ورکړي چې امریکا له جاسوسي فعالیتونو ګټه نه اخلي".








