ويکيليکس: نصير الدين حقاني د سعودي له سفير سره په اسلام اباد کې کتلي وو

د عکس سرچینه، wikileaks
ويکيليکس د حقانې ډلې او سعودي عربستان تر منځ د نژدې اړيکو په اړه راپورنه خپاره کړي دي.
پر دې وېبپاڼه خپاره شوي اسناد ښيي، نصير الدين حقاني چې د حقاني ډلې د مشر جلال الدين حقاني زوی دی په ۲۰۱۲ کال کې د سعودي عربستان له پخواني سفير عبدالعزيز الغدير سره په اسلام اباد کې کتلي وو.
په دغه ليدنه کې نصير الدين د سعودي سفير ته ويلي چې " ناروغ پلار يې غواړي د سعودي په يوه روغتون کې درملنه وکړي".
د ويکيليکس په راپور کې راغلي جلال الدين حقاني د سعودي پاسپورټ درلود او زوي يې د پاسپورټ کاپي د سعودي عربستان سفير ته په اسلام اباد کې ورکړې وه.
د دغې وېبپاڼې په وينا د سعودي عربستان سفير دغه اسناد رياض کې د بهرنيو چارو وزرات ته لېږلي وو.
په يوه ليک کې راغلي چې دغه ليده کاته د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ پر ۱۲ نېټه هغه وخت چې پلار يې جلال الدين په وزيرستان کې و ترسره شوي.
په خپرو شويو اسنادو کې نه ده روښانه چې دغه ليده کاته په کوم ځای کې شوي.
د دغه ليدنو پوره معلومات د سعودي د سفير له لاسليک سر د عربستان د بهرنيو چارو وزات ته لېږل شوي وو.
په يوه بل ليک کې چې د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ پر ۲۵ لېږل شوی نصير الدين د خپل پلار د ناروغۍ بڼه ښودلې.
په خپرو شويو اسنادو کې د حقاني ډلې د مشر د درملنې په اړه د سعودي ځواب نه دی روښانه.

د عکس سرچینه، AP
ويل کېږي نصير الدين حقاني د ۲۰۱۳ کال په لومړيو کې په اسلام اباد کې و وژل شو.
حقاني ډله
حقاني ډله د افغان دولت يو له دريو مخالفو ډلو ګڼل کېږي. ملي امنيت دغه ډله د تېرې اوونۍ پارلمان بريد کې تورنه بولي.
ددې ډلې مشري د مجاهدينو د پخواني قوماندان جلال الدين حقاني زوی سراج الدين حقاني پر غاړه لري.
په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا، حقاني ډله په تور لېست کې شامله کړه.
په تېرو څو کلونو کې دغې ډلې په افغانستان کې ګڼ شمېر وژونکي بريدونو ترسره کړي دي.
د حقاني ډله د پاکستان استخباراتو سره د اړيکو په لرلو تورنېږي، خو د ويکليکس له خوا خپاره شوي اسناد ښيي چې دا ډله له سعودي سره هم نژدې اړيکې لري.
په دې وروستيو کې يادې شوې وېبپاڼې د سعودي په اړه ۶۰۰۰۰ پټ اسناد خپاره کړي او وايي په راتلونکو ورځو کې به نور هم خپروي.








