کرزی: په ويکيلېکس کې د خپرو شويو اسنادو پلټنه کوو

ښاغلی کرزی
د عکس تشریح، ښاغلي کرزي وويل اوس دوی نه پوهېږي چې خپاره شوي اسناد به څومره سم او ياناسم وي خو پلټنې يې پيل کړې دي .

ولسمشر حامدکرزي د ويکيلېکس له لوري د افغانستان دجګړې په تړاو خپرو شويو پټو اسنادو ته پخپل رسمي غبرګون کې وويل تمه لري چې د دغو اسنادو را برسېره کېدل به له ترهګرۍ سره د مبارزې لارې چارې بدلې کړي.

ده وويل دوی پخوا هم ويلي او اوس هم ټينګار کوي چې د ترهګري پر ضد جګړه بايد دافغانستان په کليو او بانډو کې نه بلکې له پولو د باندې وشي .

ښاغلي کرزي وويل ددغو اسنادو په ډاګه کېدلو وښوده چې زموږ دغه خبره سمه او پرځای ده.

ښاغلي کرزي زياته کړه تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د ويکيلېکس له لوري خپاره شوي اسناد به څومره سم او څومره ناسم وي خو د وزيرانو شورا او د ملي امنيت د شورا يوه ګډ پلاوي ته يې دنده سپارلې چې په دې اړه پلټنې وکړي .

هغه وويل که دغه اسناد سم و خيژي نو دوی به د جګړې دستراتيژۍ له غوښتنې او اړتيا سره سم ګام واخلي .

ښاغلي کرزي زياته کړه چې که د ستراتيژۍ بدلون ته اړتيا وه نو دوی به له نړيوالو وغواړي چې ستراتيژي بدله کړي او دده په وينا دوی ((د ستراتيژي د بدلون)) تمه لري.

ښاغلي کرزي وويل نړيواله ټولنه بايد د ترهګرو ځالې، پټنځايونه او د تمويل مرکزونه له منځه يوسي .

دده په وينا افغانستان ددې کار وس نه لري خو نړيوال ملګري دا کار کولای شي .

د ويکيلېکس موسس
د عکس تشریح، ويکيلېکس وايي دغه اسناد له 2004 تر 2009 پورې بېلابېلو پوځي کړيو دوی ته سپارلي دي چې ډېر يې پوځي او امنيتي افسران ول .

هغه وويل دا چې نړيواله ټولنه دا کار نه کوي ، دا د بحث وړ يوه موضوع او له دوی سره هم اصلي پوښتنه همدا ده .

د افغانستان د جګړې په اړه د ويکيلېکس له لوري خپرو شويو څه باندې نوي زره اسنادو په نړۍ کې زياتې ګونګسي راپارولي دي .

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د دغو پټو اسنادو افشا کېدل د اندېښنې وړ بللي خو زياته کړې يې ده چې ددغو اسنادو خپرېدل دا مانا لري چې دی بايد په افغانستان د پوځي ستراتيژۍ د سمون لپاره ګام واخلي.

ښاغلي اوباما ويلي دی د جګړه له ډګره د داسې پټو او حساسو اسنادو د افشا کېدلو په اړه اندېښنه لري او زياتوي کېدای شي چې د دغو اسنادو افشا کول او رسوايي په بالقوه ډول ځينې کسان او يا عمليات له ګواښ سره مخامخ کړي .

خو ده زياته کړې چې په اسنادو کې هېڅ داسې نوی شی نشته چې تر دې وړاندې دې په عام ډول پرې بحثونه نه وي شوي .

وړاندې د امريکا دفاع وزارت هم ويلي ول چې ددغو اسنادو په اړه به جدي پلټنه کوي چې چا را ايستلي او رابرسېره کړي دي .

ويکيلېکس دغه اسناد به خپله ويبپاڼه کې خپاره کړي او وا يي په دغو اسنادو کې د جګړې له ډګره ورکړل شوي پوځي او اسخباراتي معلومات شامل دي .

ويکيلېکس وايي دغه اسناد له 2004 تر 2009 پورې بېلابېلو پوځي کړيو دوی ته سپارلي دي چې ډېر يې پوځي او امنيتي افسران ول .