د بوسټن د بریدونو یو تورن جوهر څارنایف په اعدام محکوم شو

د عکس سرچینه، BBC World Service
په امریکا کې یوې محکمې د بوسټن د ځغاستو سیالۍ پرمهال د بمي برید یو تورن جوهر څارنایف په اعدام محکوم کړی دی.
محکمې څارنایف ته د زهرجنې پیچکارۍ په ورکولو د هغه د مرګ حکم کړی.
د محکمې ۱۲ غړي لرونکي منصفه پلاوي له ۱۴ ساعتونو بحث وروسته دا پرېکړه کړې ده.
تېره میاشت، محکمې ښاغلی څارنایف پر هغه د ۳۰ لګول شویو تورونو له کبله مجرم وګاڼه.
د پېښې د قربانیانو خپلوانو د محکمې د پرېکړې اورولو پرمهال ژړل. خو د رپوټونو له مخې، ښاغلي څارنایف ښکته کتل، او د مرګ د پرېکړې اورېدو پرمهال یې په څېره کې کوم پاموړ بدلون نه لیدل کېده.
خو د نوموړي وکیلانو ۲۱ داسې موارد یاد کړل، چې د دوی په باور محکمه د هغوی د موکل حکم سپکولی شي.
د ښاغلي څارنایف وکیلانو ویلي، د موکل دوسیه یې له بوسټون (د امریکا ماساچوسټ ایالت نه) بل ځای ته لېږدول شوې ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
امکان لري د وکیلانو پر غوښتنې غور وشي.
د ښاغلي څارنایف وکیلان په بمي برید کې د خپل موکل د رول په اړه منکر نه وو، خو مخکې یې ویلي وو چې د پېښې اصلي طراح د هغه ورور و.
له برید وروسته څارنایف په سیمه کې په ټپي حالت کې پټ شوی و او پر یوه کاغذ یې لیکلي وو چې "زموږ د بې ګناه وګړو له وژلو لاس واخلئ، موږ هم له وژنو لاس اخلو".

د عکس سرچینه، Reuters
د کاغذ دغه ټوټه په محکمه کې د ثبوت د یوه دلیل په توګه وړاندې شوه.
د ۲۰۱۳ کال اپریل پر ۱۵مه د بوسټن د ځغاستو سیالۍ پرمهال په بمي برید کې درې کسان ووژل شول او تر ۲۶۰ ډېر نور ټپیان شول. پر جوهر څارنایف سربېره، چې اوس هغه ۲۱ کلن دی، د هغه ۲۶ کلن ورور هم په برید کې مشکوک ګڼل شوی و، چې د تعقیب او تېښتې پرمهال ووژل شو.
وژل شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
• د رسټورانټ ۲۹ کلنه منېجره کرېسټل کمپبېل، چې د خپل ملګري د ځغاستې سیالۍ کتلو لپاره تللې وه • چینایی محصل لو لینګزي بوسټن پوهنتون کې احصائیه لوسته • اته کلن ماشوم مارټین ریچرډ له خپلې کورنۍ سره ولاړ و او د خوښۍ چیغې یې وهلې








