کارولینا کې د مسلمانو محصلینو قاتل شاید له اعدام سره مخامخ شي

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا شمالي کارولینا ایالت د محکمې یوه قاضي ویلي، د درو مسلمانو محصلینو قاتل ته د اعدام سزا ورکولو امکان شته.

د محکمې قاضي اورلانډو هاډسن ویلي، د څارنوالانو له خوا د موجوده شواهدو پربنسټ، د کریګ سټیفن هېکس د اعدام لپاره "شرطونه پوره شوي دي".

هېکس د روان کال فبرورۍ پر ۱۱، د سوریې ضیاء برکات، د هغه فلسطینۍ مېرمن يُسر محمد ابو صالحه او د هغې خور رزان محمد ابو صالحه په ډزو ووژل.

محکمې ویلي، هېکس په چپل هېل ښار کې د دغو کسانو کور ته ورغلی او دوی یې په ډزو وژلي دي.

د وژل شویو خپلوانو په محکمه کې هڅه وکړه چې تورن له کرکې په راپورته شوي جرم تورن کړي، ځکه وايي چې وژل شوي د خپل دین له کبله په نښه شوي دي.

فدرالي څېړونکو یوه نوې څېړنه پیل کړې، چې د سیمه ییز قاضي راجر اکولز په وینا پر هېکس لګول شوي تورونه د ثابتېدو په حال کې دي: "اوسمهال تور د لومړۍ درجې قتل په حالت کې دی، چې ددغه تور ثابتېدل کولی شي تورن مجرم ثابت کړي، زموږ تمرکز هم پر دې دی".

په تېره فبرورۍ کې ددغو درو مسلمانو محصلینو وژل کېدل په نړیوال کچه وغندل شول، په تېره بیا په ټولنیزو شبکو کې ډېر پوښښ ورکړل شو. ولسمشر اوباما دا یو "بې رحمانه قتل" وباله، چې په وینا یې " په امریکا کې هېڅوک هم په ظاهري شکل باید هدف ونه ګرځول شي".

لسګونه وسلې

د عکس سرچینه، BBC World Service

د څارنوالانانو په وینا د هېکس د اوسېدو په سیمه کې لسګونه وسلې وموندل شوې. هغه له قتل وروسته پولیسو ته د تسلیمېدو پرمهال پر ملا پورې یوه تړې وسله هم لرله.

پولیسو ویلي وو، د تورن په کمپیوټر کې یې داسې یادښتونه او انځورونه موندلي چې ښيي، ګاونډیان یې څرنګه د پارکینګ له شاوخوا نه ګټه اخلي.

ګاونډیانو هېکس یو عصباني سړی ګڼلی، چې وايي، په وار وار یې د پارکینګ یا په لوړ غږ د موسیقۍ پر سر له ګاونډیانو سره شور او تور پورته شوی، چې ځینې وخت به یې په ملا پورې وسله هم تړلې وه.

څارنوالان وايي، باوري دي چې ښاغلی هېکس د برکات کور ته د تګ پرمهال خپله وسله له ځانه سره پټه ساتلې وه او له لانجې پیلولو وروسته یې پر هغوی وسله رایستلې او د هغوی په کور کې یې دوی وژلي دي.

قاضي جیم دورنفریډ وویل، تورن په سیمه کې پر دوو لوڼو هم ډزې کړې او له دې ځایه له تګ مخکې یې پر ښاغلي برکات ډزې کړې دي.

د هېکس مېرمن تر پېښې وروسته ویلي، مېړه یې د پارکینګ پرسر د ادعا له کبله ډزو ته مخه کړې، نه د مذهبي کرکې له کبله.

کیرن هېکس ویلي وو، مېړه یې د بېلابېلو مذهبونو له پیروانو سره د پارکینګ پر سر ادعا لرله.

۲۳ کلن ضیاء شادي برکات، د غاښونو د ډاکټرۍ د دویم کال محصل و، د هغه ۲۱ کلنه مېرمن یُسر محمد ابو صالحه هم سږ کال همدې پوهنځي ته د شاملېدو چمتووالی نیوه. دوی دواړو په تېر دسمبر کې واده کړی و. رزان محمد ابو صالحه د یسر ۱۹ کلنه خور وه، چې په همدې پوهنتون کې یې زده کړې کولې.

د عکس سرچینه، AP