کارولینا ایالت کې وسله وال امریکایي درې مسلمانان وژلي

د عکس سرچینه، BBC World Service
امریکايي پولیس وايي، د شمالي کارولینا په یوه آرامه سیمه کې یې د درو مسلمانو محصلینو قاتل نیولی.
د شمالي کارولینا په چپل هېل کې یوه کور ته وسله وال کس ننوتی او درې مسلمان محصلین یې په ډزو وژلي دي.
پولیسو ویلي، په وژل شویو کې ۲۳ کلن مېړه ضیاء شادي برکات او د هغه ۲۱ کلنه مېرمن یُسر محمد ابو صالحه، او د هغې ۱۹ کلنه خور رزان محمد ابو صالحه دي.
د درې واړو پر سرونو د نارت کارولینا پوهنتون ته څېرمه په یوه استوګنځي کې ډزې شوې دي.
۴۶ کلن مشکوک قاتل کریک سټیفن هیکس په قصدي وژنې تورن شوی دی.
سیمه ییزو رسنیو ویلي، هیکس پر دغو کسانو تر برید وروسته پولیسو ته ځان سپارلی او د درهام سیمې زندان کې بندي شوی.
پولیسو ویلي، په سیمه ییز وخت ماځیګر ۵ بجې او ۱۱ دقیقې یې د اکاډیمیکو او مسلکي ځوانانو د استوګنې په یوه سیمه کې د ډزو غږ واورېد.
ځینو اوسېدونکو ویلي، دوی هلته د پولیسو تر رسېدو پورې په دغه جرم نه وو خبر شوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
ځینې رپوټونه وايي، د غاښونو طب پوهنځي ددویم کال محصل و، مېرمنې یې په راتلونکي اوړي کې د غاښونو د طب پوهنځي ته چمتووالی نیوه، او د هغې خور رزان د نارت کارولینا پوهنتون محصله وه.
د پوهنتون چارواکو ویلي ((دوی په ژوند او مرګ د نورو لپاره یوه ښه بېلګه دي)).
دواړو وژل شوو مېرمنو حجابونه اغوستل.
پولیسو تر اوسه د دغه قتل د انګیزې په اړه څه نه دي ویلي.
په ټولنیزو رسنیو کې پر نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو نیوکه شوې، چې ددغو درو مسلمانانو د وژل کېدو پېښه تر سم پوښښ لاندې نه ده راغلې.

د عکس سرچینه، BBC World Service








