د مسلمانانو امریکايي قاتل کور کې ۱۲ وسلې موندل شوې

د عکس سرچینه، BBC World Service
د امریکا شمالي کارولینا ایالت کې د هغه قاتل په کور کې پولیسو تر ۱۲ ډېرې وسلې او کارتوس موندلي چې تېره اونۍ یې درې مسلمان محصلین د هغوی په کور کې په ډزو وژلي وو.
د محکمې له خوا د ۴۶ کلن قاتل کریګ سټیفن هیکس کور تلاشي شوی، چې په لړ کې یې پنځه تومانچې او ځینې نورې وسلې او مرمۍ موندل شوې دي.
پولیسو د قاتل په کور کې اوه کلاشنیکوفونه او د مرمیو یوه زېرمه هم موندلې ده.
د وژل شوي ۲۳ ضیاء برکات، د هغه د وژل شوې مېرمنې ۲۱ کلنې یسر محمد ابو صالحه او د هغې د ۱۹ کلنې خور رزان محمد ابو صالحه په کور کې د اتو کارتوسو تولۍ هم موندل شوې دي، چې قاتل پرې قربانیان پر سرونو ویشتلي وو.
د قرباني شویو خپلوان وايي، ټول وژل شوي په سرونو ویشتل شوي.
د امریکا ولسمشر تر برید څو ورځې وروسته دغه جرم غندلي او دا یې یو وحشیانه عمل بللی دی.
وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اوباما کلکه نیوکه وکړه، چې د مسلمانانو پر وژنې یې ولې چوپه خوله سیاست غوره کړی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د نړۍ په لروبر کې هم ددغو مسلمانانو پر وژنو پر ټولنیزو رسنیو له هغوی سره غمشریکي ښودل شوې وه.
اوباما وايي، هېچا ته دا اجازه نه شته چې ''د رنګ او دین'' له کبله ووژل شي.

د عکس سرچینه، BBC World Service








