چیپل هل وژنې: اردګان د اوباما خاموشي ننګولې

پولیسو د دغو وژنو په تړاو کریګ سټېون بکس نومی یو کس نیولی دی

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، پولیسو د دغو وژنو په تړاو کریګ سټېون بکس نومی یو کس نیولی دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د امریکا شمالي کارولینا ایالت کې د دریو مسلمانو محصلینو وژل کېدو په تړاو د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما خاموشي په کلکه غندلې ده.

نوموړی وايي سیاستوال د خپلو هېوادونو پېښو په تړاو مسوول دي او باید په اړه یې دریځ څرګند کړي.

د سې شنبې په شپه ۲۳ کلن ضیا برکت، ۲۱ کلنه مېرمن یې یسر محمد او خوښینه یې ۱۹ کلنه رزان محمد د چیپل هل سیمې په خپل کور کې ووژل شول.

د پنجشنبې په ورځ د وژل شویو کسانو جنازې کې تر نژدې پنځه زرو پورې کسانو برخه واخیسته. پولیسو د دغو وژنو په تړاو کریګ سټېون بکس نومی یو کس نیولی دی او ترې د وژنو انګېزې معلومولو په تړاو پوښتنې ګروېږنې کوی.

د وژل شویو کسان جنازه د شمالی کارولینا ایالتي پوهنتون په میدان کې ادا شوه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د وژل شویو کسان جنازه د شمالی کارولینا ایالتي پوهنتون په میدان کې ادا شوه

خو د وژل شویو کسانو کورنۍ غړي ادعا کوي، چې دغه کسان د کرکې پر بنسټ وژل شوي دي.

په لومړیو کې پولیسو ویلي و، چې د وژل شویو کسانو او د دوی ګاونډي تر منځ د موټر درولو ځای پر سر لانجه وه، چې وايي په همدې ټس کې وژل شوي دي، خو د وژل شویو کسانو جنازې پر مهال د پولیسو ځايي مشر وویل، چې دوی له هره اړخه موضوع څېړي، چې وايي د کرکې پر بنسټ وژنه هم پکې شامله ده.

د دغو وژنو په اړه د نړۍ لر او بر کې پر ټولییزو رسنیو تاوده بحثونه شوي دي.

مکسیکو ته د خپل سفر پر مهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د امریکا پر ولسمشر باراک اوباما، مرستیال ولسمشر جو باییډن او د بهرنیو چارو پر وزیر جان کېري له دې امله نیوکې کړې، چې وايي دوی ولې د دغې موضوع په اړه پټه خوله دي.

د پولیسو په وینا جنازې کې نژدې ۵۵۰۰ کسانو ګډون کړی و.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پولیسو په وینا جنازې کې نژدې ۵۵۰۰ کسانو ګډون کړی و.

نوموړی وايي:

' که تاسې د دغه ډول موضوعاتو په اړه پټه خوله یاست، نړیوال به ستاسې د پلویتوب لپاره هم څه و نه وايي.'

د ښاغلي اردګان په وینا: 'د یوه سیاستوال په توګه موږ د خپل هېواد پېښو په باب مسوولیت لرو او باید خپل دریځ څرګند کړو.'

د وژل شویو کسان جنازه د شمالی کارولینا ایالتي پوهنتون په میدان کې ادا شوه، چې دوی دغه پوهنتون محصلین وو. د پولیسو په وینا جنازې کې نژدې ۵۵۰۰ کسانو ګډون کړی و.