جوهر څارنایف د بوسټن بمي برید کې مجرم وپېژندل شو

جوهر څارنایف

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د محاکمې پرمهال د څارنایف لاسونه تړلي وو.

د جوهر څارنایف په نامه هغه ځوان، چې د امریکا بوسټن ماراتن کې په بمي برید تورن شوی و، په یادو بریدونو کې مجرم پېژندل شوی. په دې بمي برید کې درې کسان وژل شوي وو او ۲۶۰ نور ټپیان وو.

یوې امریکايي محکمې څارنایف د ۲۰۱۳ اپریل کې د بوسټن ماراتن بمي برید کې پړ بللی او پر نوموړي یې درېش تورونه پورې کړي دي.

که چېرې څارنایف مجرم ثابت شي، د امریکا د قانون له مخې به له اعدام یا له عمري بند سره مخامخ شي.

۲۱ کلن جوهر څارنایف د بوسټن ماراتن په هغه بمي برید کې پړ ګڼل شوی، چې درې کسان پکې ووژل شول او ۲۶۰ نور ټپیان شول.

د څارنایف وکیلانو منلې، چې څارنایف په دې برید کې برخه لرله، خو د هغه مشر ورور تیمورلنک یې اصلي طراح و.

تر برید وروسته د څارنایف وروڼو د لټون په عملیاتو کې یو پولیس ووژل شو، خو د څارنایف ورور تیمورلنک هم د تېښتې پرمهال ووژل شو.

د چارشنبې په ورځ محکمې ۱۲ ساعته غونډه لرله.

د محاکمې پرمهال د څارنایف لاسونه تړلي وو.

څارنوالانو ویلي، څارنایف غوښتل امریکا ته سزا ورکړي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، څارنوالانو ویلي، څارنایف غوښتل امریکا ته سزا ورکړي.

د هغه ترڅنګ په بمي برید کې د یوه وژل شوي ماشوم مور ولاړه وه، او د محکمې د حکم اورېدو پرمهال یې له خپلو سترګو اوښکې پاکولې.

څارنوالانو ویلي، څارنایف غوښتل امریکا ته سزا ورکړي.

څارنایف

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، څارنایف په اصل کې د چیچنیا دی، چې یوه لسیزه وړاندې یې کورنۍ امریکا ته کډه شوې ده.

د نوموړي د محاکمې دویم پړاو به د راتلونکې دوشنبې په ورځ پیل شي.

څارنایف په اصل کې د چیچنیا دی، چې یوه لسیزه وړاندې یې کورنۍ امریکا ته کډه شوې ده.

د جوهر څارنایف ورور تیمور لنک (کيڼ لاس ته) د پولیسو د لټون پرمهال ووژل شو

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د جوهر څارنایف ورور تیمور لنک (کيڼ لاس ته) د پولیسو د لټون پرمهال ووژل شو