پاکستان کې د پوليسو اووه کارکوونکي تښتول شوي

د عکس سرچینه، bbc
د پاکستاني پوليسو په وينا د پنجاب په رحيم يار خان کې د پوليسو اووه کارکوونکي تښتول شوي دي.
امنيتي ځواکونه وايي وسله والو غلو د پوليسو پر پوسته بريد کړی او اووه پوليس يې له ځان سره بېولي دي.
له دې وړاندې هم د پاکستان دولتي تلوېزيون سند کې د شپږو پوليسو د تښتولو خبر ورکړی و، خو د حيم يار خان پوليسو مشر وايي پېښه پنجاب کې رامنځ ته شوې وه.
پوليس وايي دا پېښې په سند کې د وسله والو او مجرمينو پر وړاندې د عملياتو په غبرګون کې رامنځ ته شوې دي.
د پاکستان امنيتي ځواکونه وايي د پوليسو د خلاصون لپاره يې عمليات پيل کړي خو تراوسه کوم پرمختګ نه لري.
پاکستاني رسنيو وړاندې هم خبر ورکړی و چې په سند کې د وسله والو د بريد له کبله دری پوليس وژل شوي دي.




