"سعودي يمن کې خوشه يي بمونه کارولي"

دا بمونه ۱۱۶ هېوادونو په يوه تړون کې منع ګڼلي دي خو امريکا او د سعودي عربستان د دې تړون غړي نه دي

د عکس سرچینه، bbc

د عکس تشریح، دا بمونه ۱۱۶ هېوادونو په يوه تړون کې منع ګڼلي دي خو امريکا او د سعودي عربستان د دې تړون غړي نه دي

د بشري حقونو فعالان وايي سعودي عربستان او اېتلافي ځواکونو يې په يمن کې خوشه يي بمونه کارولي. دا بمونه د نړۍ په زياتو برخو کې بند دي.

د بشري حقونو ټولنه وايي "اسناد لرو چې سعودي عربستان د حوثي ياغيانو پر وړاندې دوه ځله خوشه يي بمونه کارولي دي". خو په دې اړه د مرګ ژوبلو راپورونه نه دي راغلي.

خوشه يي بمونه واړه واړه بمونه شيندي او کېدای شي ناچاودېدلي تر خاورو لاندې پاتې شي.

۱۱۶ هېوادونو په يوه تړون کې د دې بمونو استعمالول منع ګنلي خو ويل کېږي امريکا او د سعودی عربستان پوځي ايتلاف غړو دا تړون نه دی لاسليک کړی.

د بشري حقونو ټولنه وايي د خوشه يي بمونو يوه پېښه د العمار په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ټولنې ددغو بمونو ويډيو او تصويرونه ښودلي کوم چې د امريکا له خوا سعودي عربستان ته ورکړل شوي دي.

سعودي عربستان وايي خوشه يي بمونه يې نه دي کارولي. د بشري حقونو ټولنې په وينا د سعودي پوځ وياند ويلي "موږ به په هېڅ صورت کې خوشه يي بمونه استعمال نه کړو"

سعودي عربستان د حوثي ياغيانو پر وړاندې هوايي بريدونه کوي هغو چې د يمن پلازمېنه صنعا نېولې او ولسمشر يې سعودي ته تښتېدلی.

سعودي عربستان غواړي ولسمشر عبد ربه منصور هادي بېرته واک ته ورسوي.

د شنبې پر ورځ حوثي ياغيانو له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې سعودي عربستان دې پرې هوايي بريدونه ودروي.

د ملګرو ملتونو د يوه راپور له مخې يمن کې د کړکېچ له کبله په تېروشپږو اوونيو کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ نور بې ځايه شوي دي.