یمن: عدن کې حوثي اورپکي په شا تمبول شوي

د عکس سرچینه، EPA
چارواکي وايي، په یمن کې د ولسمشر عبد ربه منصور هادي پلویانو د دغه هېواد سویلي ښار عدن نه حوثي اورپکي په شا تمبولي دي.
د ښاغلي هادي پلویان د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف له ملاتړه برخمن دي، چې له دوی سره د وسلو او تجهیزاتو مرسته کوي او د سعودي بمباري هم دوی ته ګټه رسوي.
بل لور ته سویل ختیځ ساحلي ښار مکلا د القاعده وسله والو ولکې ته ورغلی. وسله والو دغه ښار کې د یوه پوځي مرکز کنترول تر لاسه کړی.
په دغه نښته کې د یمن پولې سره نژدې د سعودي دوه پوځيان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه څانګې مشر ویلیری ایموس په وینا، په تېرو دوو اونیو کې د یمن په روانه جګړه کې له ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۱۷۰۰ نه ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د مارچ پر ۲۵ مه پر عدن د یاغیانو له برید سره ولسمشر هادي سعودي عربستان ته وتښتېد.
نوموړی، د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له پلوي پوځيانو، حوثي یاغیانو او د القاعده ډلې له مخالفت سره مخامخ دی.
دا وروستۍ اونۍ حوثي یاغیانو د ټانکونو او مرمۍ ضد موټرو په مرسته د عدن ښار مرکز لوري ته د مخکې تګ هڅې پیل کړې وې.
خو د جمعې په ورځ دوی د کریټر څنډې او د ولسمشرۍ له ماڼۍ نه په شا وتمبول شول.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف نه برخمنو جنګياليو ته د ایتلاف الوتکو وسله ور رسولې وه.
بل خوا سویلي ښار مکلا کې د القاعده اورپکو یوه پوځي اډه نيولې ده. له دې نه مخکې دوی د ښار پر زندان بریدونه کړي وو او بندیان یې ازاد کړي وو.
د سعودي عربستان د یوه چارواکي په وینا، سعودي د یمن جګړې لپاره یو میلیون پوځیان او ۱۰۰ جنګي بیړۍ چمتو کړې دي.
دوی د مارچ په ۲۵ پر یمن بمبارۍ پیل کړې وې.
سعودي عربستان وايي، د دوی موخه د ولسمشر هادي د 'برحقه حکومت' ساتنه ده، خو زیاتوي چې دمګړۍ یمن ته د ځمکني پوځ د استولو هیڅ هوډ نه لري.








