سعودي: له یمن د سلګونو پاکستانیانو د وتلو لپاره بمبارۍ درول شوې

چارواکي وايي، پوځي عملیات د یکشنبې په ورځ د دوو ساعتونو لپاره ودرول شول، چې نژدې ۵۰۰ پاکستاني وګړي له یمن نه په خوندي توګه ووځي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، چارواکي وايي، پوځي عملیات د یکشنبې په ورځ د دوو ساعتونو لپاره ودرول شول، چې نژدې ۵۰۰ پاکستاني وګړي له یمن نه په خوندي توګه ووځي.

د سعودي عربستان یوه چارواکي ویلي، په یمن کې د حوثي یاغیانو ضد عملیات له دې هېواده د پاکستاني وګړو د وتلو له کبله درول شوي دي.

چارواکي وايي، پوځي عملیات د یکشنبې په ورځ د دوو ساعتونو لپاره ودرول شول، چې نژدې ۵۰۰ پاکستاني وګړي له یمن نه په خوندي توګه ووځي.

د سعودي سمندري ځواکونو د تېرې شنبې په ورځ له دې هېواده لسګونه دیپلوماتان وایستل، چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي هم پکې وو.

رپوټونه وايي، د چین یوه بېړۍ د یمن په سوېلي عدن ساحل کې درېدلې ده، چې چینايي ديپلوماتان او نور طبي او تخنیکي کارکوونکي پکې ولېږدوي.

د هادي ستنېدل

د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف ویاند ډګروال احمد عسیري ویلي "هوايي بریدونه به تر هغو دوام وکړي چې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي هېواد ته ستون شوی نه وي".

پاکستاني وګړي له یمن نه خپل هېواد ته رسول شوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاکستاني وګړي له یمن نه خپل هېواد ته رسول شوي

عسیري خبریالانو ته په غونډه کې وویل "هغه ضروري وضعیت به رامنځ ته کړو چې ولسمشر او د هغه حکومت ته د هېواد د اداره کولو فرصت پیدا شي".

ولسمشر هادي تېره میاشت له پلازمېنې صنعاء نه عدن ښار ته وتښتېد، خو وړاندې په صنعاء کې د حوثي یاغیانو تر اړدوړ ډېرېدو وروسته جبري په کور کېښنول شوی و.

باور کېږي، چې هادي د سمندر له لارې له عدن ښاره وروسته تر هغه ریاض ته ولاړ، چې حوثي یاغیانو او د هغوی ملاتړو ملېشو د عدن هوايي اډه ونیوه.

سعودي عربستان د خلیجي هېوادونو، مراکش، سودان او اردن په ملګرتیا یمن کې د حوثیانو پرضد بریدونه پیل کړل، خو مصر هم ویلي، که اړتیا وي ځمکنیو بریدونو کې به برخه واخلي.

سعودي عربستان د خلیجي هېوادونو، مراکش، سودان او اردن په ملګرتیا یمن کې د حوثیانو پرضد بریدونه پیل کړل، خو مصر هم ویلي، که اړتیا وي ځمکنیو بریدونو کې به برخه واخلي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، سعودي عربستان د خلیجي هېوادونو، مراکش، سودان او اردن په ملګرتیا یمن کې د حوثیانو پرضد بریدونه پیل کړل، خو مصر هم ویلي، که اړتیا وي ځمکنیو بریدونو کې به برخه واخلي.

سعودي عربستان د خلیجي هېوادونو، مراکش، سودان او اردن په ملګرتیا یمن کې د حوثیانو پرضد بریدونه پیل کړل، خو مصر هم ویلي، که اړتیا وي ځمکنیو بریدونو کې به برخه واخلي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف ویاند ډګروال احمد عسیري ویلي "هوايي بریدونه به تر هغو دوام وکړي چې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي هېواد ته ستون شوی نه وي".

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف ویاند ډګروال احمد عسیري ویلي "هوايي بریدونه به تر هغو دوام وکړي چې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي هېواد ته ستون شوی نه وي".