اوباما یمن کې د سعودي د بریدونو ملاتړ وکړ

د سپینې ماڼۍ په یوه ویناپاڼه کې راغلي:"اوباما او پاچا سلمان هوکړه کړې د دواړو هدف په یمن کې د سیاسي حل لپاره د تلپاتې ټیکاو راتلل دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سپینې ماڼۍ په یوه ویناپاڼه کې راغلي:"اوباما او پاچا سلمان هوکړه کړې د دواړو هدف په یمن کې د سیاسي حل لپاره د تلپاتې ټیکاو راتلل دي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره د تیلیفوني خبرو پرمهال په یمن کې د حوثیانو پرضد د سعودي په مشرۍ د ایتلاف د بریدونو ملاتړ کړی دی. پر همدې مهال، امریکا د عدن ټاپو ته څېرمه د سعودي جنګي الوتکو دوه پیلوټان ژغورلي دي.

اوباما دا ملاتړ داسې مهال اعلان کړی، چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف عدن ښار ته څېرمه د حوثیانو مرکزونه بمباري کړي دي.

د سپینې ماڼۍ په یوه ویناپاڼه کې راغلي:"اوباما او پاچا سلمان هوکړه کړې د دواړو هدف په یمن کې د سیاسي حل لپاره د تلپاتې ټیکاو راتلل دي".

په اعلامیه کې راغلي، د امریکا د ملي امنیت سلاکاره سوزان رایس او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند هوکړه کړې ده چې په یمن کې د شخړې پای ته رسېدو لپاره د سیاسي حل غوره لار خبرې اترې دي.

د تېرې جمعې په ورځ ددواړو د کتنې پرمهال هاموند او رایس موافقه کړې ده چې'یوازې پوځي ګام اخیستل د یمن شخړه لاپسې سختوي او سیمه ورسره ناامنه کېږي'.

"لنډ او پرېکنده"

د یمن د بهرنیو چارو وزیر ریاض یاسین وړاندې له بي بيسي سره په مرکه کې ویلي وو :"هېڅوک د سعودي په مشرۍ د پوځي ایتلاف په مداخلې خوشحاله نه دي".

نوموړی دا هم ویلي:"باور کوم کله چې ایتلاف خپله دنده پایته ورسوي، نو هوايي بریدونه به بند کړي. دا لنډ او پرېکنده برېدونه دي چې موږ یې د اړتیا غوښتنه کړې وه".

نوموړی زیاتوي، نه پوهېږي چې آیا عرب مشران به یمن کې ځمکني بریدونه هم پیل کړي او که نه، خو ښکاري چې ایتلاف د هوايي بریدونو سربېره د ځمکنیو بریدونو لپاره هم چمتووالی نیولی، چې هدف یې خبرو ته د حوثیانو راکاږل دي.

ځینو قبایلي او پوځي سرچینو ویلي، لږترلږه ۲۱ حوثي جنګیالي هغه مهال ووژل شول، چې قبایلي وسله والو د حوثیانو د یوه وسله وال کتار د تېرېدو پرمهال یو پل والوځاوه

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ځینو قبایلي او پوځي سرچینو ویلي، لږترلږه ۲۱ حوثي جنګیالي هغه مهال ووژل شول، چې قبایلي وسله والو د حوثیانو د یوه وسله وال کتار د تېرېدو پرمهال یو پل والوځاوه

د سعودي عربستان په مشرۍ په دغو بریدونو کې متحده عربي امارات، بحرین، کویت، اردن، مراکش او سودان غړیتوب لري، مصر او اردن د ځمکنیو بریدونو لپاره چمتووالی نیولی.

د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د مصر شرم الشیخ سرمشریزه کې د ګډون لپاره د شنبې په ورځ قاهرې ته رسېدلی دی.

تخنیکي ستونزه

بل خوا د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس ویلي، ایف ۱۵ ډوله یوه جنګي الوتکه یې د تخنیکي ستونزې له کبله خراپه شوې ده، خو پیلوټ یې په تېښته بریالی شوی.

دا پېښه د تېرې جمعې په ورځ د سره سمندر په سر شوې خو پیلوټ د پراشوټ له لارې ځان له الوتکې ایستلی دی.

سعودي وايي، مرستیال پیلوټ او پیلوټ دواړه د امریکا په همکارۍ روغ رمټ ستانه شوي دي.

دغه خبري اژانس د سعودي د دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله ویلي:"ایف ۱۵ ډوله جنګي الوتکه د تېرې جمعې په ماښام له ستونزې سره مخامخ شوه".

یوازې پوځي ګام اخیستل د یمن شخړه لاپسې سختوي او سیمه ورسره ناامنه کېږي

د عکس سرچینه، epa

د عکس تشریح، یوازې پوځي ګام اخیستل د یمن شخړه لاپسې سختوي او سیمه ورسره ناامنه کېږي

رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي:"امریکايي پوځ د سعودي دوه پیلوټان وژغورل، دوی له جنګي الوتکې د پراشوټ له لارې وتلي، چې غوښتل یې د عدن خلیج پر سر الوتنه وکړي".

سرچینه وايي، د سعودي له خوا د همکارۍ له غوښتلو وروسته، یوه چورلکه له جیبوتي والوته او په نړیوالو اوبو کې یې دوه پیلوټان وژغورل.

پر همدې مهال، رپوټونه وايي، شیعه حوثي یاغیانو او ددوی ملاتړو ځواکونو د یمن سوېل کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د یمن سوېل کې د حوثیانو او د ولسمشر عبد ربه منصور هادي پلوو ځواکونو ترمنځ د ډز او ترپ جګړې واټونو ته غځېدلې دي.

ځینو قبایلي او پوځي سرچینو ویلي، لږترلږه ۲۱ حوثي جنګیالي هغه مهال ووژل شول، چې قبایلي وسله والو د حوثیانو د یوه وسله وال کتار د تېرېدو پرمهال یو پل والوځاوه.

دغه کاروان له لحج ولایت نه عدن ته روان و.