اردوغان وايي له یمن دې ''ایران او ترهګر'' ووځي

د عکس سرچینه، aa.com.tr
په داسې حال کې چې په یمن کې د عبد ربه منصور هادي په ملاتړ د سعودي عربستان په مشري د شیعه حوثي یاغیانو پرضد عملیات دوام لري، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددغو عملیاتو د ملاتړ سربېره له "ایران او ترهګرو" له یمن نه د وتلو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي اردوغان له روانو عملیاتو سره د ممکنه لوژستیکي همکارۍ کولو ژمنه کړې ده.
نوموړي د یمن په چارو کې ایران په لاسوهنې تورن کړی چې دده په ټکو "ایران او ترهګر" دې له یمن نه ووځي.
دی وايي، ایران "پر منځني ختیځ د خپلې ولکې ټینګولو په درشل کې دی"، چې په خبره یې د ایران حکومت باید پوی شي چې "دا ډول وضعیت د زغملو نه دی" او خپل پوځيان دې له "یمن، سوریې او عراق نه وباسي".
په پام کې ده، ښاغلی اردوغان په نژدې راتلونکې کې ایران ته ولاړ شي، چې د ترکي چارواکو په وینا په دې پروګرام کې کوم بدلون نه دی راغلی.
د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف عملیات د پنجشنبې په ورځ پیل شول، چې د سعودي چارواکو په وینا، ددغه هېواد د هوايي ځواک سل جنګي الوتکې، دېرش د متحده عربي اماراتو الوتکې، پنځلس د کویت او اردن او لس د قطر الوتکې پکې ګډون کوي.
سعودي چارواکي وايي، د اردن، مراکش او سودان هوايي ځواکونو او د مصر، او پاکستان سمندري ځواکونو هم په دغو عملیاتو کې د برخې اخیستو لپاره چمتووالی پیل کړی دی.
دوی وايي، سیمې ته د بېړیو د امنیت خوندي ساتلو لپاره د مصر سمندري ځواک ځینې بېړۍ ګومارل شوې دي، خو ځینې کتونکي په دې اند دي چې ددغو بېړیو د ماموریت یوه برخه دا هم ده، چې یمن ته د شیعه حوثي اورپکو لپاره له ایران نه د بېړیو له لارې د وسلو د لېږد مخه ونیسي.
پر همدې مهال، د مصر "منځنی ختیځ" خبري اژانس ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ویلي، چې مصر په یمن کې د احتمالي ځمکنیو عملیاتو لپاره هم هوډ کړی دی.
په یمن کې د عربستان په مشرۍ د ایتلاف د عملیاتو د موخو په اړه بېلابېل نظرونه دي.
د یمن د بهرنیو چارو وزیر ریاض یاسین بي بي سي ته ویلي، د یمن سوېلي او عدن ښار ته د حوثي یاغیانو د جنګیالیو مخنیوي په صورت کې، شاید د ایتلاف بمبارۍ ودرولې شي.
ښاغلی یاسین د مصر شرم الشیخ کې د عربي ټولنې سرمشریزه کې د ګډون کولو په درشل کې دی، چې په وینا یې امکان لري دا عملیات څو ورځې وغځول شي.
د یمن د بهرنیو چارو وزیر ویلي، حکومت یې په هېواد کې له بهرنۍ پوځي مداخلې خوښ نه دی، خو له بهر یوازې د حوثیانو د "تېري کوونکو عملیاتو" پروړاندې همکاري غوښتل شوې ده.
نوموړي ایران د حوثي یاغیانو په مستقیم ملاتړ تورن کړ.
د ایتلاف ویاند ویلي، روان عملیات به تر هغو پورې دوام وکړي، چې "اړتیا وي"، خو اوسمهال یمن ته د ځمکنیو ځواکونو استول اړین نه دي، خو په یمن کې د مشروع دولت بېرته واک ته رسېدو لپاره چې "هر ګام اخیستو ته اړتیا وي"، دوی به ځانونه ترې درېغ نه کړي.
د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسېدلی، چې هلته یې د سعودي د دفاع وزیر تود هرکلی کړی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








