د یمن ولسمشر سعودي عربستان ته رسېدلی

د عدن ښار شاوخوا کې لاهم د حوثي ثاغیانو او د یمني ولسمشر د ملاتړو قبایلو ترمنځ جګړه روانه ده

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د عدن ښار شاوخوا کې لاهم د حوثي ثاغیانو او د یمني ولسمشر د ملاتړو قبایلو ترمنځ جګړه روانه ده

د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسېدلی، چې هلته یې د سعودي د دفاع وزیر تود هرکلی کړی دی.

په پام کې ده، چې د یمن یو پلاوی به د مصر شرم الشیخ کې د عربي ټولنې د جوړېدونکې سرمشریزې مشري وکړي.

هادي مخکې له دې چې له هېواده ووځي، د یمن سوېلي عدن ښار کې و، خو کله چې هلته شیعه حوثي یاغیان نژدې شول، نوموړی له دې سمندرغاړي ښاره ووت.

حوثیانو مخکې د یمن پلازمېنه صنعاء او ځینې نورې سیمې نیولې دي.

چارواکي وايي، هادي به ددوو ورځو لپاره مصر ته ولاړ شي او هلته به د شرم الشیخ عربي هېوادونو سرمشریزه کې ګډون وکړي.

سعودي چارواکي وايي، هادي به په دې سرمشریزه کې د یمن د رسمي ولسمشر په توګه ګډون وکړي.

وړاندې، د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد بمبارۍ پیل شوې دي، چې ایران دا ګام خطرناک بللی دی.

سعودي وايي، د حوثیانو د پوځي توان تر ختمولو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

حوثي یاغیان وايي، د سعودي هوايي بریدونو ولسي وګړي په نښه کړي

د عکس سرچینه، European Photopress Agency

د عکس تشریح، حوثي یاغیان وايي، د سعودي هوايي بریدونو ولسي وګړي په نښه کړي

د سعودي جنګي الوتکو صنعاء کې د حوثیانو مرکزونه په نښه کړي دي.

سعودي وايي، د قانوني ولسمشر هادي د حکومت دفاع او ملاتړ کوي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف کې متحده عربي امارات، بحرین، کویت، قطر، اردن، المغرب او سودان غړي دي.

په پام کې ده، چې له دغه ایتلاف سره مصر، سودان، پاکستان او اردن هم د حوثي یاغیانو پرضد بریدونو کې برخه واخلي.

د سعودي عربستان دفاع وزیر محمد بن سلمان او د سعودي د پاچا زوی د یمني ولسمشر هرکلی وکړ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سعودي عربستان دفاع وزیر محمد بن سلمان او د سعودي د پاچا زوی د یمني ولسمشر هرکلی وکړ

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، ددغه ایتلاف لوژستیکي او استخباراتي ملاتړ به وکړي.

حوثي مشرانو خبرداری ورکړی، دا ډول ایتلاف جوړول په سیمه کې د جګړې د لمنې د پراخولو په معنا دي.

ځمکني عملیات

د عربستان د پوځ ویاند احمد عسیري ویلي، اوسني وضعیت ته په کتلو سره یمن کې ځمکنیو عملیاتو ته هم اړتیا ده.

د ښاغلي عسیري په وینا، عربستان د حوثیانو پر اهدافو د ځمکنیو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.

د تېرې پنجشنبې په شپه سعودي عربستان په صنعاء کې د حوثیانو پر مرکزونو دویم هوايي برید وکړ، او عدن ښار ته څېرمه یې د دوی اډه بمباري کړه.

په دغو بریدونو کې د ولسي وګړو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی.

مشروعیت

د سعودي دفاع وزیر (ښۍ خوا ته) او ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر (کيڼ لور ته) د حوثیانو ضد عملیاتو د قوماندې مرکز کې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سعودي دفاع وزیر (ښۍ خوا ته) او ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر (کيڼ لور ته) د حوثیانو ضد عملیاتو د قوماندې مرکز کې

ښاغلی هادي په تېره جنورۍ کې د حوثیانو د بغاوت تر سختېدا وروسته له خپلې دندې استعفا کولو ته اړ شو، او یوه میاشت وروسته له پلازمېنې صنعاء نه سوېلي سمندرغاړي عدن ښار ته ولاړ.

په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر عادل جبیر ویلي وو، هېواد به یې په یمن کې د مشروع حکومت د ملاتړ لپاره "هر لازم" ګام اخیستو ته چمتووالی ونیسي.

رپوټونه وايي، عربستان په دغو عملیاتو کې له ۱۰۰ جنګي الوتکو ګټه اخلي.

د حوثیانو مشر عبدالملک الحوثي د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې خبرداری ورکړی و، چې دغه ډول بریدونه "جنایتکارانه او ناقانونه" دي، چې سیمې له لویې شخړې سره مخامخولی شي.

پر حوثي یاغیانو د ایران د ملاتړ تور پورې کېږي

د عکس سرچینه، ap

د عکس تشریح، پر حوثي یاغیانو د ایران د ملاتړ تور پورې کېږي