عربستان "د اسلامي دولت اورپکې ډلې لسګونه غړي نیولي"

د عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دوی د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې سره د تړاو په شک ۹۳ کسان نیولي او ګڼ پلان شوي بریدونه یې شنډ کړي دي.
د دغه هېواد رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه کسان د دسمبر میاشتې راهیسې نیول شوي او دا چې په مشکوکو کسانو کې ۷۷ سعودي تبعه شامل دي.
دغه اژانس زیاته کړې د اسلامي دولت ډلې د القصیم په یوه لرې پرته سیمه کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي وو او د ځانمرګو بریدونو پلان یې درلود.
ویل کېږي د سعودي په پلازمېنه ریاض کې د امریکا سفارت د دوی یو له هدفونو و.
سعودي د امریکا په مشرۍ د هغه ایتلاف برخه ده چې پر اسلامي دولت ډلې، چې د سوریې او عراق پراخې سیمې یې نیولې، هوايي بریدونه کوي.
"لار ورکې ډله"
د سعودي د کورنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې اسلامي دولت اورپکي "یوه لار ورکې ډله" بلل شوې او ویل شوي د دوی ملاتړي غواړي "د دغه هېواد امنیت کمزوری کړي".
"دوی په پرله پسې ډول هڅه کوي چې د جرمي کړنو له لارې خپل دغه هدف لاسته راوړي".

د عکس سرچینه، BBC World Service
دغه وزارت ویلي په نیول شویو کې د هغې ډلې ۶۵ کسان هم شامل دي چې پر "استوګنځایونو د بریدونو او د توکمیزو لانجو پارولو په موخه یې د عملیاتو" پلان درلود.
وزارت زیاته کړه، یوې بلې ډلې چې ۱۵ سعودي تبعه هم په کې شامل دي، د موټر بم چاودنو ازموینې ترسره کولې او پر امنیتي مرکزونو، پوځیانو او استوګنځایونو یې د بریدونو پلان درلود.
په ادعا شوي ډول دوه سوریایانو او یوه سعودي تبعه د امریکا پر سفارت د موټر بم برید پلان هم درلود خو په مارچ کې یې دوه کسان ونیول شول.
امریکايي دیپلوماتانو د امنیتي اندېښنو له کبله د مارچ له ۱۵مې په جده او الظهران ښارونو کې خپل سفارتي او قونصلي کارونه ودرول.
تر دې مخکې پر سې شنبې د سعودي د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې پولیسو په ریاض کې د دوو پولیس افسرانو د وژلو په تور د اسلامي دولت ډلې یو غړی چې د سعودي تبعه دی، نیولی.








