چین د پاکستان پر لویې لارې ۴۶ میلیارد ډالره پانګونه کوي

کېدای شي د دغو دوو هېوادنو مشران د امنیتي همکاریو په اړه هم خبرې وکړي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، کېدای شي د دغو دوو هېوادنو مشران د امنیتي همکاریو په اړه هم خبرې وکړي

د چین ولسمشر شي جین پینګ پاکستان ته سفر کوي او د دغه سفر په ترڅ کې به په پاکستان کې د ۴۶ میلیارد ډالرو پانګونې اعلان هم وکړي.

د دغې پانګونې ډېری برخه به د چین او پاکستان د اقتصادي لارې په جوړېدو ولګول شي چې د پاکستان په سوېل لوېدیځ کې ګوادر بندر د عربو سمندر څنډه د چین لوېدیځ کې د سینګیانګ له سیمې سره تړي.

پاکستان هیله لري چې دغه پانګونه به د دغه هېواد ماتېدونکی اقتصادي وضعیت ورغوي او د برېښنا کمښت ته به د پای ټکی کېږدي.

ټاکل شوې ښاغلی شي د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین او لومړي وزیر نواز شریف سره وګوري.

نوموړی به د سې شنبې پر ورځ د پاکستان پارلمان ته وينا وکړي.

کېدای شي د دواړو هېوادنو مشران د امنیتي همکاریو په اړه هم خبرې وکړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

په دغه سفر کې دمګړۍ د ۲۸ میلیارد ډالرو قرارداد لاسلیک کېږي او د پانګونې پاتې برخه به په تدریجي ډول ورلېږدول کېږي.

د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې جوړېدو د پروژې په ترڅ کې به چینايي شرکتونه وکولی شي د چین له دولت او بانکونو نه پور واخلي او بېرته یې په دغه پروژه کې پانګونه پرې وکړي.

دغه لویه لاره شاوخوا ۳۰۰۰ کیلومتره اوږده ده او د پاکستان له لاهور او اسلام اباد ښارونو نه په تېرېدو سره د چین په لوېدیځ کاشغر کې پای ته رسېږي.

شننه: محمد الیاس خان، بي بي سي، اسلام اباد

په پاکستان کې د ۴۶ میلیارد ډالرو پانګونه، له ۲۰۰۸ کال راهیسې د ټولې بهرنۍ پانګونې نږدې درې برابره ده. ډېری په دې اند دي، که دغه پلان عملي بڼه غوره کړي نو ښايي په پاکستان کې په راتلونکو څلورو کلونو کې یوه اقتصادي معجزه ولیدل شي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

خو داسې پوښتنې هم شته چې اورپکۍ، بېلتون پالنې، سیاسي بې ثباتۍ او په حکومتي ادارو کې فساد ته په پام سره به ایا پاکستان د دومره سترې پانګونې مدیریت وکولی شي.

د پلان له مخې به د سړکونو، اورګاډو پټلو او د انرژۍ ودې پروژو یوه شبکه به تر ۳۰۰۰ کیلومترو سیمه وپوښي.

چارواکي وايي تر ۲۰۱۷ کال به د شاوخوا ۱۵،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د ډبرو سکرو، لمریزې او اوبو برېښنا پروژې بشپړې شي چې پاکستان ته به ۱۰،۴۰۰ مېګاواټه اضافي برېښنا ورکړي.

پاکستان په دې هیله دی چې د چین له خوا پلان شوې پانګونه به دغه هېواد د سیمې پر اقتصادي مرکز بدل کړي.

دواړه خواوې پر امنیتي اندېښنو هم غږېږي په ځانګړې ډول د چین شینجیانګ سیمه کې د مسلمانو بېلتون غوښتنکو فعالیتونو په اړه چې له پاکستاني اورپکو سره یې اړیکې ټینګې کړې دي.