د چین 'کلکه' دیپلوماسي

د عکس سرچینه، .
- Author, انډرو هارډینګ
- دنده, د افریقايي چارو خبریال
په داسې حال کې چې خرطوم کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په زینو کې د جنرال چارلز ګورډن د وژل کېدو ۱۳۰ کلونه پوره کېږي، چین په سودان کې د ولسمشر عمر البشیر لپاره ماڼۍ جوړوي.
د جنرال ګورډن وژل کېدل د بریتانیا په استعماري تاریخ کې یوه پرېکنده شېبه وه، له کینې د ډکې اتلولۍ او طامع امپریالي حماقت ډکه شېبه.
نن، چین ته دا فرصت په لاس ورغلی چې په سودان کې خپل اثر پرېږدي.
د جنرال ګورډن سپینه ماڼۍ د نیل اوبو پر څنډه پرته ده، چې د څو کلونو لپاره د سوداني ولسمشر عمر البشیر استوګنځی هم و.
چین اوس د پخوانۍ ماڼۍ ترڅنګ یوه بله ماڼۍ جوړه کړې، چې د پرانیستلو لپاره یې د جنورۍ ۲۶ نېټه ټاکلې وه.
کلکه دیپلوماسي
چین په وروستیو کلونو کې په انګولا، ګیني، لیسوتو، مالاوي، موزمبیق، سیرالیون او توګو کې هم ورته ودانۍ جوړې کړې دي.
د چین دې کار ته د یوې نرمې دیپلوماسۍ ترڅنګ د کلکې دیپلوماسۍ په سترګه هم کتل کېږي.
اوس اټکل دا دی چې د بشري حقونو د جرمونو په سترګو پټولو سره چین په افریقا کې د معادنو د شتمنۍ ترشا یوې سوبې ته اېښې ده.

د عکس سرچینه، .
د بېلګې په توګه، سودان په تېلو یو بډایه هېواد دی، چې ولسمشر بشیر یې د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا د ډله ییزې وژنې په جرم تر څار لاندې دی.
اوس په افریقا کې د چین رول مخ پر وده دی، هلته یې د خرڅلاو ګڼ بازارونه جوړ کړي، د اورګاډو پټلیو جوړولو کار کوي او د سودان جنوب ته یې د سوله ساتو ځوکونو په چوکاټ کې خپل پوځیان استولي.
اوسمهال په افریقايي قاره کې نژدې یو میلیون چینایان اوسېږي.








