سور صلیب یمن ته بېړنۍ بشري مرستې استوي

د عکس سرچینه، AP
په داسې حال کې چې یمن کې د سعودي په مشرۍ د حوثي شیعه یاغیانو پرضد په دولسمه ورځ هم بریدونه دوام لري، د سره صلیب نړیوالې کمېټې یمن ته د بېړنیو بشري مرستو رسولو اجازه ترلاسه کړې ده.
سور صلیب وايي، صنعاء ته یې د مرستو دوې الوتنې چمتو کړې دي.
سور صلیب وايي، د سعودي په مشرۍ ایتلاف ددو مرستندویو الوتنو اجازه ورکړې ده، چې یوه به په عاجلو طبي توکو بار وي، او بله کې به طبي کارکوونکي وي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاندې سیتارا جابین ویلي، دغه الوتکې به پلازمېنې صنعاء ته استول کېږي.د تېرې شنبې په ورځ سره صلیب په عدن کې د ۲۴ ساعتونو لپاره د اوربند غوښتنه کړې وه.
سور صلیب وايي، یمن کې بشري وضعیت ناورین ته نژدې کېدونکی دی، او عدن کې مړي پر واټونو سر په سر اېښودل شوي دي: "خلک له خپلو کورونو د خوړو اخیستو لپاره نه شي راوتلی، په ښار کې اوبه کمې دي، ځکه د اوبو نل لیکې زیانمنې شوې دي، هڅه مو دا ده چې تر خپله وسه اغېزمنو شویو خلکو ته مرستې ورسوو".
د یمن ساحلي عدن ښار کې جګړه وروسته تر هغه سخته شوه، چې له ښاره حوثیان په شا شول او بېرته جګړه سخته شوه.
هلته د ولسمشر عبد ربه منصور هادي او شیعه ملېشو ترمنځ خونړۍ جګړه روانه ده.
پاکستان، هند، چین، روسیې او اندونیزیا له یمن نه د خپلو وګړو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان پارلمان په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد جګړه کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف کې د برخې اخیستو پر سر ځانګړې ناسته لري.
ملګري ملتونه وايي، یمن کې د تېرو دوو اونیو اوږدو کې لږترلږه ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.








