'امنیت شورا د یمن اوربند څېړلو ته نور وخت غواړي'

د عکس سرچینه، AP
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو یمن کې د حوثیانو پر لویو اکمالاتي لارو شپني بریدونه کړي او د حوثیانو پوځي مرکزونه یې په نښه کړي دي.
سیمه ییزو سرچینو ویلي، په یوه برید کې د "عقبه ثره" په نامه یوه لویه لار ویشتل شوې، چې د بیضاء او ابین ولایتونه سره نښلوي.
د حوثیانو ضد ولسي مقاومت کوونکو د ترکیې خبري اژانس ته ویلي، بیضاء ولایت کې د "نعمان" او د شبوه "بیحان" په نومونو ولسوالۍ هم ویشتل شوې دي.
په نعمان ولسوالۍ کې د حوثیانو د راغونډېدو ځایونه په نښه شوي.
د ایتلاف ځواکونو پلازمېنه صنعاء، عدن او لجج ولایتونو کې هم د حوثیانو ځینې مرکزونه بمباري کړي.
په ملګرو ملتونو کې د اردن سفیرې او د امنیت شورا اوسنۍ مشرې دینا قعوار ویلي، د امنیت شورا غړي لا ډېر وخت ته اړتیا لري چې د روسیې د "انساني اوربند" پر غوښتنې لا ډېر غور وکړي، او په لړ کې یې یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد د سعودي په مشرۍ د ایتلاف بریدونه ودرول شي.
نوموړې دا څرګندونې د امنیت شورا یوې بېړنۍ غونډې ته کړې دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
روسیې وړاندې امنیت شورا ته د یوې بېړنۍ غونډې جوړولو وړاندیز کړی و، چې په یمن کې "د بشر دوستانه اوربند" لپاره لاره هواره کړي او د ولسي خلکو لپاره د وتلو لاره پرانیستله شي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ولادیمیر سافرونکوف ویلي، اوربند به ولسي وګړو ته د وتلو خوندي لاره پرانیزي.
روسیې له امنیت شورا نه دا هم غوښتي چې یمن ته دې "په بېړني او خوندي ډول بشري مرستې واستولې شي".
"ملي امنیت "
ایتلافي ځواکونو د تېرې شنبې په ورځ یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې "باب المندب" تنګي ته پر غځېډلې لار هم بمباري کړې ده.
پر همدې مهال، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي "باب المندب کې د سمندري کاروبار خوندي کول د مصر او عربي نړۍ د ملي امنیت لپاره لومړیتوب لري".

د عکس سرچینه، BBC World Service
السیسي وايي "مصر به له خپلو عربي ملګرو سره خپله ملګرتیا پرې نه ږدي".
سعودي عربستان یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو پرضد د خلیجي هېوادونو، مراکش، سودان او اردن په ګډون د "پرېکون عملیات" په نامه بریدونه پیل کړي دي.
مصر هم ویلي، که اړتیا وي، په دې بریدونو کې به ګډون وکړي.








