د سعودي شیعه مېشته قطیف کې یو پولیس وژل شوی

د عکس سرچینه، f
د سعودي عربستان ختیځ قطیف کې ناپېژاندو وسله والو یو پولیس په ډزو وژلی پنځه نور یې ټپیان کړي دي. قطیف د سعودي د نورو سیمو پرتله ډېر شیعه ګان اوسېږي.
ډزې د قطیف ښار عوامیه سیمه کې شوې دي.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، امنیتي ځواکونه د پېښې په اړه څېړنه کوي، او د تښتېدلو برید کوونکو په لټه کې دي. دوی دا یو ترهګریز برید بللی، چې معمولاً یې هلته شیعه فعالانو ته اشاره ده.
د رپوټونو له مخې، په دې ډزو کې یو بهرنی وګړی هم ټپي شوی دی.
ځینې رپوټونه وايي، د دغه برید په تړاو څلور مشکوک کسان له یوې اندازې وسلو سره یوځای نیول شوي دي.
عربستان کې مېشت شیعه ګان د هېواد چارواکي تورنوي چې ګني دوی یې ګوښه کړي دي، او په پوځي او نورو دولتي چارو کې دوی ته د کار فرصت نه ورکوي.
سعودي عربستان په سیمه کې د تېلو یو ستر تولیدوونکی هېواد دی، چې د نړۍ د خامو تېلو یو پر پنځمه ګټه ترلاسه کوي. سعودي په منځني ختيځ کې د امریکا نژدې ملګری دی.
د ۲۰۱۴ کال دسمبر کې امنیتي ځواکونه قطیف کې عملیات وکړل، چې لږترلږه څلور سخت دریځي پکې ووژل شول.
چارواکو ادعا کوله، چې دغو کسانو د یوه پوځي په وژلو کې لاس درلود.
په ۲۰۱۱ کال هم سعودي ځواکونو العوامیه کې عملیات وکړل، څلور سخت دریځي یې ووژل.








