امریکا وايي له ایران سره لاهم مهم مسائل 'ناحل' پاتې دي

د عکس سرچینه، AP
د ایران اتومي مرکچیانو ته یوې نژدې سرچینې د لوېدیځو رسنیو له خوا د ایران اتومي خبرو ته د "ضرب الاجل ټاکلو" خبر "دروغ" ګڼلی. تېره شپه رویټرز د یوه لوېدیځ دیپلومات له قوله ویلي وو، ایران ته ویل شوي چې تر چارشنبې ورځې پورې خپله پرېکړه وکړي، که نه نورې خبرې "ګټه نه لري".
چارشنبه د ایران د اتومي فعالیتونو په اړه یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره له تهران سره د لوېدیځو هېوادونو د خبرو وروستۍ ورځ ده. دواړو خواوو ویلي، له هوکړې پرته خبرې نه غځېږي.
ویل کېږي، لاهم د دواړو غاړو ترمنځ د اختلاف مهم ټکي ناحل پاتې دي.
ایراني مرکچي حمید بعیدي نژاد خبریالانو ته ویلي: "د اصلي موضوعاتو پرسر تفاهم ته رسېدل ممکن دي".
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د چارشنبې په ورځ وویل: "د سترو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ایران ددغه هېواد د اتومي پروګرام د ځینو مهمو ټکو په تړاو یوې ابتدايي هوکړې ته رسېدلي دي".
لاوروف زیاتوي "ویلی شو چې د وزیرانو په کچه د ایران د اتومي پروګرام د ځینو مهمو ټکو پرسر ابتدايي هوکړې ته ورسېدو، چې په راتلونکو څو ساعتونو یا د ورځې په اوږدو کې به د کاغذ پر مخ هم ولیکله شي".
دی وايي، د ایران او ۵+۱ هېوادونو کارپوهانو د دغې ابتدايي موافقې لیکل پیل کړي، او اټکل دی چې په دې اړه یوه وثیقه "په څو ساعتونو یا د ورځې په اوږدو کې صادره شي".
لاوروف وايي وروستۍ پرېکړې رسېدو ته تر راتلونکې جولای میاشتې پورې وخت ته اړتیا ده.
"مهم پرمختګ "

د عکس سرچینه، afp

د عکس سرچینه، AFP
بل خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف خبریالانو ته ویلي "د ایران او سترو هېوادونو د استازو ترمنځ د اتومي پروګرام پر سر خبرو کې "مهم پرمختګ" شوی، او زموږ هیله دا ده چې د چارشنبې په ورځ هوکړې ته ورسېږو".
د امریکا د ملي امنیت ویاندې برنادیت میهان ویلي، ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت له خپلې ډلې سره جرګه شوی، چې له ایران سره د روانو خبرو په اړه بحث وکړي.

د عکس سرچینه، Flicker
نوموړې وايي "نن ماسخوتن ولسمشر د ملي امنیت له ډلې سره وېډیويي خبرې درلودې، چې د ۱+۵ هېوادونو او ایران ترمنځ د خبرو په اړه بحث وکړي".
د ولسمشر اوباما په دې غونډه کې مرستیال ولسمشر جو بایډن او دفاع وزیر اشتون کارټر هم ګډون درلود.








