له ایران سره د لوېدیځو هېوادونو خبرې بیا پیل شوې

د عکس سرچینه، AFP
د شپږو سترو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو له ضرب الاجل ختمېدو یوه ورځ وړاندې په لوزان کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د اتومي پروګرام په اړه وروستۍ هوکړې ته د رسېدو په موخه بیا مخامخ خبرې پیل کړې دي.
د دوشنبې په ورځ (مارچ ۳۰) په لوزان کې د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ایراني سیال سره د ایران د اتومي پروګرام پر سر وروستۍ پرېکړې ته د رسېدو په موخه بیا خبرې پیل کړې دي.
دوی ایران ته د اتوي پروګرام پر سر هوکړې ته د رسېدو لپاره د وروستي ضرب الاجل له ختمېدا یوه ورځ مخکې سره جرګه شوي دي.
له دې هوکړې هدف دا دی چې ایران د اتومي وسلو څښتن نه شي.
د امریکا، جرمني، فرانسې، سویټزرلینډ، بریتانیا او روسیې استازي د سویټزرلنډ په لوزان ښار کې له ایران سره ددغه هېواد د اتومي پروګرام پر سر د هوکړې لپاره یوځای شوي دي.
د امریکا، جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو د خپل سفر پلانونه ځکه ځنډولي، چې یوې نهايي هوکړې ته ورسېږي.
ایران وايي، اتومي پروګرامونه یې د سوله ییزو موخو لپاره دي، او هیله لري چې پر دغه هېواد نړیوال اقتصادي بندیزونه لیرې شي.

د عکس سرچینه، REUTERS
دا خبرې د یکشنبې په ورځ د نړیوالو استازو او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف ترمنځ پیل شوې دي.
د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران، امریکا، فرانسې او جرمني ترمنځ هم لومړنۍ خبرې پیل شوې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري امریکا ته د ستنېدو سفر ځنډولی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک ولټر شټانمایر او فرانسوي وزیر لوران فابیوس هم هم قزاقستان ته د دغو خبرو له کبله خپل سفرونه ځنډولي دي.
د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو له چینايي سیال یانګ یي او ځینو نورو روسي او بریتانوي لوړپوړو استازو سره خبرې کړې دي.
ځینو ډیپلوماتیکو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ګډونوالو د یکشنبې په ورځ ځینې حل لارې وړاندې کړي، چې د ریښتینو خبرو لپاره لاره هواره کړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، AFP
ظریف د شنبې په ورځ ویلي وو، د خبرو په لړ کې پرمختګ شته:
"باور کوم موږ کولی شو ښه پرمختګ وکړو، چې په لړ کې یې خپلې ټولې ستونزې حل کړو او د کاغذ پرمخ هوکړه په عمل کې هم په وروستۍ هوکړه کې عملي کړو".
په لوزان کې د بي بي سي خبریاله باربرا پلیټ وايي، لاهم پر ځینو ټکو د نظر اختلاف شته.
رپوټونه وايي، د اختلاف په ټکو کې پر ایران د بندیزونو د ژر لیرې کېدو، د هوکړې موده، او د ایران له لوري د اتومي بټیو څارنې ته د اجازې ورکولو موضوعات دي.

د عکس سرچینه، CatherineEUspox








