واشنګټن وايي د "الشباب" ډلې یو مشر یې وژلی

د عکس سرچینه، AP
د امریکا دفاع وزارت ویلي، د سومالیا "الشباب" سخت دریځې ډلې یو مشر یې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژلی دی.
پنتاګون وايي، عدنان الجرار دوه کاله وړاندې کینیا کې پر یوه خرڅلاوځي د برید پلان جوړ کړی و.
امریکا وايي، جرار یې د تېرې جمعې په ورځ د سومالیا په سوېل کې د هیلفایر توغندي په مټ د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژلی دی.
جرار په ۲۰۱۳ کال د نایروبي په ویسټ ګېټ خرڅلاوځي په مرګوني برید تورن و، چې لږترلږه ۶۷ کسان پکې ووژل شول.
امریکا وايي، باور لري جرار "د امریکایانو او لوېدیځو ګټندویانو" د وژلو په بریدونو کې لاس درلود.
جرار د "الشباب" اورپکې ډلې د استخباراتي او امنیتي څانګې جګپوړی غړی و، خو د دغې ډلې د بهرنیو بریدونو د سمبالولو مهم مسؤول هم ګڼل کېده.
دغه برید د سومالیا له پلازمېنې موګادیشو نژدې ۲۴۰ کیلومتره لیرې "دنسور" ښار ته څېرمه شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت وايي، د جرار وژنه "په سومالیا کې د ترهګرې الشباب ډلې لپاره یو بل لوی ګوزار دی".
د امریکا متحدو ایالتونو په تېر کې هم د دغې ډلې د مخکیني مشر احمد جودان په څېر مهم مشران په نښه کړي دي.








