الشباب د کینیا د ډبرو سکرو کان ۳۶ کارګر وژلي

د عکس سرچینه،
د کینیا چارواکي او سور صلیب وايي، د هېواد شمال ختیځ ماندیرا ښار ته څېرمه د ډبرو د سکرو په یوه کان کې د وسله والو برید لږترلږه ۳۶ کارکوونکي وژلي دي.
برید د تېرې دوشنبې پر شپه له ماندیرا ښار نه نژدې ۱۵ کیلومتره لیرې له سومالیا سره پر پوله شوی دی.
د الشباب سخت دریځې اسلامپالې ډلې ویلي، دا برید یې په سومالیا کې د کینیايي ځواکونو د مداخلې او هلته پر مسلمانانو د وروستیو هوايي بریدونو او نورو بشرضد کړنو په غبرګون کې کړی دی.
د کینیا ولسمشر اوهورو کینیاتا لوړپوړي امنیتي چارواکي احضار کړي، چې د سې شنبې ورځې په وروستیو کې به دی پخپله هم پر تلوېزیون وینا وکړي.
د سومالیا لومړي وزیر عبدي ولي شیخ احمد هم دغه وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.
دا وروستی برید داسې مهال شوی، چې د تېرې دوشنبې پر شپه واجر ښار کې هم په یوه ورته برید کې یو سړی وژل شوی و او ۱۲ نور ټپیان و.
په برید کې وسله والو د نامسلمانو وګړو پر یوه مېله ځای ګرنېټ ورغورځولي وو.
د کینیا سره صلیب تر دې وروستي برید وروسته ویلي، سیمې ته یې یو پلاوی تللی، چې د برید څرنګوالی مالوم کړي.
د ویلو ده، چې دا وروستی برید هغې سیمې ته څېرمه شوی، چې څو ورځې مخکې د "الشباب" حرکت وسله والو پر یوه بس برید وکړ، چې لږترلږه ۲۸ نامسلمانان یې پکې ووژل.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
"الشباب" ویلي وو، دا برید یې د کینیا د ساحلي مومباسا ښار پر یوه جومات د پولیسو د هجوم وروړلو په غچ اخیستو کې کړی و.
له ۲۰۱۱ کال راهیسې کینیا د پرله پسې خونړیو بریدونو شاهده ده.
په ۲۰۱۱ کال د افریقا د سوله ساتو ځواکونو ایتلاف په سومالیا کې د اسلامپالو د ځپلو په هدف لاسونه سره یو کړل.

د عکس سرچینه، b








