کینیا: د فوټبال سیالۍ دې خلک په کور کې وګوري

د کینیا حکومت له خلکو غوښتنه کړې چې د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ "د ګڼې ګوڼې او ناخوندي ځایونو" پر ځای په خپلو کورونو کې پر تلویزیون وګوري.
دغه غوښتنه تر هغه وروسته کېږي چې څو ورځې مخکې د کینیا پر یوه ساحل په بریدونو کې له ۶۰ ډېر کسان ووژل شول.
د بریدونو دغه لړ هغه مهال په میپیکټوني ښار کې مهال پیل شوه چې خلک د فوټبال سیالۍ په لیدلو بوخت وو.
د کینیا د کورنیو چارو وزارت وايي سره له دې چې امنیتي تدابیر سخت کړای شوي، د شرابخانو او رستورانټونو خاوندان باید اضافي اقدامات احتیاط وکړي.
په پلازمېنه نیروبي کې د بي بي سي خبریال وايي دغلته اکثره خلک د فوټبال سیالیو د لیدلو لپاره شرابخانو ته ورځي او د حکومت دا غوښتنه به دوی ناهیلي کړي.
په سومالیا کې اسلامپالې ډلې الشباب ویلي چې په کینیا کې بریدونه دوی په دې خاطر وکړل چې سومالیا ته کینیايي ځواکونه ورغلي او په وینا یې "مسلمانان وژني."

خو د کینیا ولسمشر وهورو کنیتا وايي چې د تاوتریخوالي ترشاه د سیمه ییزو شبکو لاس و ځکه چې د یوې ډلې غړي وژل شوي وو.
کینیا په ۲۰۱۱ کال کې سومالیا ته خپل ځواکونه په دې خاطر واستول چې د اورپکو په ځپلو کې د سومالیا له حکومت سره مرسته وکړي.
دغه راز د نیجریا په ځینو برخو کې د اسلامپالې ډلې بوکو حرام له خوا د ګواښ له امله پر لویو پردو خلکو ته د فوټبال د نړیوال جام سیالیو پر ښوولو بندیز لګول شوی دی.
د تېرې سې شنبې په ورځ د هغه ځانمرګي برید پړه پر بوکو حرام ډلې اچول شوې چې د فوټبال پر مینه والو د سیالۍ د نندارې پرمهال وشو.
په دې برید کې له ۲۰ ډېر کسان ووژل شول.








