د سومالیا ''الشباب'' ۴ ''جاسوسان'' اعدام کړي

د عکس سرچینه، AFP
په سومالیا کې اسلامپالې سخت دریځې (الشباب) ډلې څلور نارینه د امریکا او نورو بهرنیو استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي.
څلور واړه تورن او اعدام شوي کسان نارینه دي، چې دوه پکې حکومتي پوځيان دي. عیني شاهدانو ویلي، دغه کسان د عامو خلکو په محضر کې د سومالیا سوېلي باردیري ښار کې په ډزو ویشتل شوي دي.
د الشباب ډلې یوې اړوندې محکمې دغه کسان په جاسوسۍ تورن او مجرم پېژندلي، چې وايي، د امریکا استخباراتو او د ایتیوپیا او سومالیايي حکومت استخباراتي بنسټونو ته یې جاسوسي کوله.
د امریکا په وروستیو بمباریو کې د الشباب ډلې دوه جګپوړي مشران ووژل شول. د الشباب د محکمې د یوه قاضي له خولې ویل شوي چې ((یوه جاسوس د امریکا مرکزي استخباراتو ته جاسوسي کوله، چې په دې سره د الشباب تنظیم د یوه مشر وژل کېدو ته یې لاره هوراه کړې ده.))
که څه هم قاضي د وژل شوي مشر نوم ونه ښود، خو په مخکینیو رپوټونو کې د دغې ډلې د وژل شوي مشر نوم احمد عبدي غودان ښودل شوی، چې په تېر سپتمبر کې د امریکا هوايي برید ووژاه.
تېره میاشت ددغې ډلې استخباراتي مشر تحلیل عبدي شکور هم په یوه ورته برید کې وژل شوی و.
تحلیل څو ورځې وروسته تر هغه ووژل شو، چې د هغه پر څوکۍ مخکنی ناست مشر زکریا احمد اسمعیل هرسي د سومالیا حکومت ته تسلیم شو.
د فرانس پرېس خبري اژانس د روناو په نامه د یوه عیني شاهد له خولې ویلي، د باردیري ښار سلګونه اوسېدونکو د تېرې چارشنبې په ورځ د څلورو (جاسوسانو) د اعدام صحنه ولیده.
دغه عیني شاهد زیاتوي: ((د تورنو سترګې تړل شوې وې او مخ پټو وسله والو پرې د شا له خوا نه ډزې وکړې او هغوی یې ووژل.))








