عراقي پوځ له "اسلامي دولت" بغدادي ښار بېرته نیولی

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا پوځ وايي، د رضاکارو جنګیالیو په ملاتړ یې د "اسلامي دولت" له منګولو <link type="page"><caption> البغدادي</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2015/02/150214_hh-iraq_anbar_al_baghdadi_town_captured" platform="highweb"/></link> ښار او د فرات پر سیند درې پلونه بېرته نیولي دي. البغدادیه ښار ته څېرمه د امریکايي ځواکونو یوه مهمه اډه هم ده.
عراقي سرچینې وايي، پوځ تکریت ښار ته څېرمه د "الدور" هوايي ډګر په نیولو هم وتوانېد، چې له څو ورځو راهیسې عراقي پوځ هلته ددغه ځای د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي وو.
د "اسلامي دولت" جنګیاليو له څو میاشتو راهیسې البغدادي ښار نیولی و.
البغدادي ښار د "عین الاسد" هوايي اډې په شمال ختیځ کې شاوخوا ۵ کیلومتره لیرې پروت دی، چې د امریکا سمندري ځواکونه "مارینز" پکې عراقي ځواکونه د "اسلامي دولت" پرضد روزي.

د عکس سرچینه، Reuters
"اسلامي دولت" ګواښ کړی و، چې له البغدادي ښار نه به پر دغې اډې برید وکړي.
حدیثې ته لار
د امریکا پوځ وايي عراقي ځواکونه د پولسو د یوه مرکز او د فرات پر سیند د درو پلونو په بېرته نیولو وتوانېدل.
د ګډو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، عراقي ځواکونو او د الانبار ولایت قبایلي جنګیالیو "اسلامي دولت" د البغدادي ښار له ۷ شمال لوېدیځو کلیو نه وایستل، چې "حدیثه" سیمې ته پرې لویه لار تېره شوې ده.
"اسلامي دولت" د البغدادي ترڅنګ دغه پلونه په تېر دسمبر کې نیولي وو.
په تېرو څو اونیو کې د البغدادي شاوخوا سخته جګړه شوې وه.
د "اسلامي دولت" جنګیالیو تېر کال د عراق شمال لوېدیځ ته لاره وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters
د "اسلامي دولت" پروړاندې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو امریکايي قومندان جنرال جیمز تیري خبریالانو ته ویلي، د عراقي پوځ اووم کنډک او د ځانګړو ځواکونو یوې ډلې او قبایلي جنګیالیو البغدادي بېرته ونیو.
د تېرې جمعې په ورځ د امریکايي پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي وو، د ایتلافي ځواکونو هوايي بریدونو ددغه ښار په بېرته نیولو کې د عراقي پوځ ملا وتړله، پر "اسلامي دولت" یې ۲۶ ځلې بمبارۍ وکړې.
تور بیرغونه

د عکس سرچینه، AP
د بي بي سي خبریال وايي، تکریت ښار ته پر لار، چې د مخکیني عراقي ولسمشر صدام حسین پلرنی ټاټوبی هم دی، د عراقي پوځ جنګیالیو او ملاتړو د "اسلامي دولت" تور بیرغونه ښکته کړل او پرځای یې خپل بیرغونه ودرول.
زموږ خبریال زیاتوي، له عراقي ځواکونو سره د ملګرو شویو ولسي وګړو شمېر هم پاموړ و.








