عراق: د تکریت بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل شوی

د عکس سرچینه، AFP
عراق په تکریت کې د اسلامي دولت ډلې خلاف عملیات پیل کړي دي. د عراقي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې د دغه هېواد پوځ د پخواني ولسمشر صدام حسین د زوکړې ښار تکریت د بېرته نیولو لپاره د اسلامي دولت یا داعش وسله والو خلاف پوځي عملیات پیل کړي دي.
له دې مخکې لومړي وزیر حیدرالعبادي صلاح الدین ایالت کې له پوځي قومندانانو سره ولیدل چې د برید لپاره دغه سیمه کې پوځیانو او ملېشه ځواک چمتو والی کاوه.
نوموړي
تکریت د سني مېشتې سیمې له ښارونو یو دی، چې د داعش په واک کې دی.
د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې پوځیانو پر ښار داسې حال کې برید کړی، چې عراقي جنګي الوتکې یې ملاتړ کوي.
تکریت د پلازمېنې عراق په ۱۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی، چې د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې داعش وسله والو ونیو.
د العراقیه ټلویزیون رپوټ کې ویل شوي، چې داعش وسله وال د تکریت څنډو کې له یو شمېر سیمو وتلي خو دغه رپوټونه لا هم نه دي تایید شوي.




