پنتاګون وايي، ''اسلامي دولت'' د عراق البغدادي ښار نیولی

د عکس سرچینه، AP
د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي، ''اسلامي دولت'' د عراق لوېدیځ کې د انبار ولایت البغدادي ښار نیولی دی.
دغه ښار د 'عین الاسد' په نامه یوې اډې ته څېرمه پروت دی چې ''اسلامي دولت'' برید ورباندې کړی و، خو وړاندې یې عراق د برید شا تمبولو ادعا کړې وه.
ددغې ډلې لاس ته د البغدادي ښار لوېدل په دې مانا دي چې وسله وال د ''عین الاسد'' پوځي اډې ته ځانونه نژدې کړي دي.
په دې اډه کې د امریکا د سمندري ځواک لسګونه پوځيان مېشت دي، او هلته د عراق د پوځ اومې فرقې ځواکونو ته روزنه ورکوي.
د پنتاګون ویاند جان کربي ددغه ښار سقوط بابیزه وباله، چې په وینا یې ''دا لومړی ځل دی چې په تېرو دوو میاشتو کې ''اسلامي دولت'' د عراق په خاوره کې پرمختګ کوي.''
خو سیاسي او د پوځي چارو شنونکي بیا دغې اډې ته د ''اسلامي دولت'' ورنژدې کېدل ددغې ډلې لپاره ډېر مهم ګڼي.
په واشنګټن کې د بي بي سي خبریاله ناعومي ګریملي وايي البغدادي ښار یو له هغو ګوتو په شمېر ښارونو دی چې د عراقي پوځي تر کنټرول لاندې دي.
"ځانمرګي بریدګر"
د پنتاګون ویاند دا هم وايي، چې د عراق پوځ د ''اسلامي دولت'' هغه برید په شما تمبولی چې د ځینو ځانمرګو برید کوونکو په ګډون نژدې ۲۵ وسله والو پکې ګډون کړی و،او هدف یې د عین الاسد پوځي اډې نیول وو، خو په برید کې زیاتره برید کوونکي ووژل شول.
د امریکا دفاع وزارت وايي ''ایتلافي ځواکونه د برید له ځایه څو کیلومتره لیرې و، خو له هېڅ مخامخ ګواښ سره مخامخ شوي نه وو.''

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AP
د عراق د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، پر یادې اډې اته برید کوونکي، چې له رمادي ښار نه نژدې ۸۴ کیلومتره شمال لوېدیځ لوري ته پرته ده، وژل شوي دي.
بل خوا، ایتلافي ځواکونه له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې په عراق او سوریه کې پر ''اسلامي دولت'' ۱۵ ځلې بمباري کړې ده.

د عکس سرچینه، AFP
د ګډو ځواکونو د قوماندې مرکز ویلي ''د سوریې رقه، کوباني او دیر الزور ته څېرمه بریدونو کې د دغې سخت دریځې ډلې ټانکونه په نښه شوي دي.''
خو په عراق کې ددغې ډلې پرضد بریدونو په اړه ویل شوي، چې په اسد، موصل او سنجار کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ''اسلامي دولت'' ډلې پرضد بریدونو کې د هغوی درې ودانۍ او درې جګړه ییز اهداف په نښه شوي دي.








