اوباما: ''اسلامي دولت'' به 'ماتې خوري'

د عکس سرچینه، epa
د امریکا ولسمشر بارک اوباما له کانګرس نه د د داعش پرضد د درو کلونو پوځي عملیاتو د تصویبولو غوښتنه کړې چې وايي باید ځمکني عملیات هم پکې شامل شي.
هغه وویل، اوسمهال ددغې ډلې پرضد د بریدونو واک لري، خو د کانګرس ښکاره ملاتړ غواړي.
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، له کانګرس نه د ځمکنیو عملیاتو د پیلولو ارومرو غوښتنه نه لري. هغه دا هم ویلي کانګرس ته د داعش پرضد د ځمکنیو عملیاتو د پرېکړه لیک تصویب نړۍ او امریکايي پوځیانو ته دا پیغام رسوي چې په دې اړه سره یوموټی ده.
هغه وايي، ددغه پرېکړه لیک تصویبول په دې مانا نه دي چې د امریکا دولت په عراق او سوریه کې یوې پراخې ځمکنۍ جګړې ته ځانونه چمتو کوي؛ ځکه چې هغه د نوې جګړې پیلول د امریکا د ملي ګټو لپاره ښه نه بولي.
اوباما وویل، د امریکا په مشرۍ د ایتلاف عملیاتو کې د داعش تجهیزات، جنګیالي او مشران په نښه کېږي چې تر اوسه یې دغه ډله ډېره کمزورې کړې ده، خو دې کار ته دوام ورکول به ستونزمن وي.
په ۲۰۰۲ کال د جورج بوش له واکمنۍ وروسته چې پر عراق یې له کانګرسه د برید غوښتنه کړې وه، دا لومړی ځل دی چې امریکايي ولسمشر دا ډول یوه غوښتنه وړاندې کوي.
داعش ډله دا مهال د عراق او سوریې پر پراخو سیمو واکمنه ده.
امریکا ددغې ډلې پرضد یو ایتلاف جوړ کړ، چې هوايي بریدونه کوي.
''داعش به ماتې خوري''

د عکس سرچینه، Reuters
اوباما وویل: ''زموږ ایتلاف د تهاجم په حالت کې دی، داعش په دفاعي حالت کې دی، او داعش به ارومرو ماتې خوري''.
په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال مک کلیوي وايي، دغه مصوبه سیاسي اړخ هم لري، لیبرالان په ۲۰۰۲ کال کې د جورج بوش له خوا وړاندیز شوې مصوبه ناراموونکې بولي ځکه چې اوباما یې په لړ کې یمن کې د یوه امریکايي انور العولقي د وژلو لپاره ګټه ترې واخیسته.
اوباما کانګرس ته په یوه لیک کې ویلي، اوسني قوانین هغه ته د هوايي بریدونو اجازه ورکوي.
که څه هم د امریکا ځینې جمهوریت غوښتونکي له ځمکنیو ځواکونو ګټه اخیستل غواړي، خو د ښاغلي اوباما په ګوند کې ډېری یې مخالفت کوي.








