'"جهادي جان" په ۲۰۱۰ کال د ځانوژنې هوډ کړی و'

محمد اموازي

د عکس سرچینه، kns

د عکس تشریح، محمد اموازي کویت کې زیږېدلی او له مور او پلار سره لندن ته ماشومتوب کې تللی دی

د تېرې شنبې په ورځ په ډاګه شوه، چې له "اسلامي دولت" سره یوځای شوی لندنی ځوان "جهادي جان"، چې په ځینو وېډیوګانو کې یې د لوېدیځوالو بندیانو سرغونه غوڅ کړي، څلور کاله مخکې یوه بریتانوي خبریال ته ویلي، چې د دغه هېواد استخباراتي بنسټ له خوا څار ځانوژنې ته اړایستلی و.

اموازي، چې په رسنیو کې د پنځو لوېدیځوالو بندیانو د سرغوڅوونکي یا جلاد په نامه یادېږي، د "مېل آن سنډې" ورځپاڼې خبریال ته ویلي، د استخباراتو تعقیب تر دې حالته رسولی و، چې ځان یې "مړ" احساساوه.

د مدني حقونو بریتانوۍ "کیج" ډلې، چې له اموازي سره یې اړیکه هم نیولې ده، ادعا کړې چې د بریتانیا کورنیو استخباراتو MI5 له ۲۰۰۹ کال راهیسې د اموازي په لټه کې وو، چې په وینا یې اموازی د همدې تعقیب له کبله سخت دریځۍ ته مخه کړې ده.

د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون او د بهرنیو استخباراتو MI6 مخکیني مشر دغه خبرې رد کړې دي، خو د لندن ښاروال بوریس جانسن پر "کیج" ډلې تور لګولی، چې ګني د "ترهګرۍ توجیه" لټوي.

اموازي د ۲۰۱۰ دسمبر پر څوارلسمې یوه برېښنالیک کې خبریال رابرټ فرکایک ته لیکلي، چې څرنګه یې خپل شخصي کمپیوټر د انټرنېټ له لارې یوه داسې کس ته وپلوره، چې په باور یې له یوه استخباراتي بنسټ سره تړلی سړی و.

اموازي پخپل لیک کې ویلي وو: "داسې احساسوم چې ګني مړ یم، خو په پښو روان یم، له دې وېرې نه چې ګني دوی مې وژني، بلکې یوه ورځ به داسې ډېرو ګولیو خوړلو ته اړ شم چې د تل لپاره به ویده شم. غواړم یوازې له دغو خلکو ځان لیرې کړم".

د ویلو ده، چې اموازي په کویت کې زیږېدلی، او لندن ته له خپل مور او پلار سره په ماشومتوب کې کډوال شوی او هلته یې خپلې زده کړې بشپړې کړې دي.

د لندن ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې د تېرې شنبې په ورځ وویل، ښوونځي کې د اموازي دوه ملګري هم له سخت دریځو ډلو سره یوځای شوي، چې یو یې شکري الخلیفي، چې په سوریه کې ووژل شو او بل محمد صقر و چې سومالیا کې ووژل شو.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

هغه ښوونځی، چې اموازي پکې مخک سبق ویلی دی

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، هغه ښوونځی، چې اموازي پکې مخک سبق ویلی دی
ویل کېږي د پنځو لوېدیځوالو سرونه د اموازي په لاس غوڅ شوي
د عکس تشریح، ویل کېږي د پنځو لوېدیځوالو سرونه د اموازي په لاس غوڅ شوي