د 'داعش جلاد' افشا شو، د لندن محمد اموازي

د عکس سرچینه، EPA

بي بي سي موندلې ده، چې د "اسلامي دولت" ډله کې د بندیانو د سرونو غوڅوونکی مخ پټی "جهادي جان" دی، چې اصلي نوم یې محمد اموازي او د لندن د لوېدیځ اوسېدونکی و.

نوموړی د "لندن جلاد" په نامه هم یادېږي، چې په ګڼو وېډیوګانو کې یې مخ پټ دی.

نوموړی د الن هیننګ، ډیویډ هینز او ځینو نورو لوېدیځوالو د سرونو غوڅولو په وېډیوګانو کې څرګند شوی دی.

د بریتانیا امنیتي ادارې هغه مخکې پېژندلی، خو د ځینو لاملونو له کبله یې نه غوښتل، چې د هغه هویت په ډاګه کړي.

اموازي په لومړي ځل په تېر اګست کې د یوه امریکايي خبریال جیمز فولي د سر غوڅولو په یوه وېډیو کې ښکاره شو.

اټکل دی، چې اموازي په ۲۰۰۶ کال سومالیا ته سفر کړی چې هلته د "الشباب" اورپکې ډلې په ځینو اعمالو کې هم ښکېل و.

اموازي د وژنې په هره وېډیو کې مخ پټی ښکاري، چې یوازې سترګې او پزه یې پکې لیدل کېږي.

تحلیل ډومینیک کاسیاني ـ بي بي سي

موږ نه پوهېږو چې کله امریکايي او بریتانوي امنیتي بنسټونه ددغه مخ پټي د هویت پر موندلو پوهېدلي دي.

اموازي په بریتانوي لهجه په یوڅه ستونزې خبرې کوي.

واشنګټن پوست وايي، باور کوي، چې اموازي په ۲۰۱۲ کال سوریې ته سفر کړی او هلته له "اسلامي دولت" ډلې سره یوځای شوی دی.

بریتانوي پولیسو د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.