استرالیا: لسګونو ښځو د "ترهګرۍ ملاتړ" کړی

د عکس سرچینه، BBC World Service
استرالیايي چارواکو ویلي، نژدې ۴۰ استرالیايي ښځو په "ترهګریزو اعمالو" کې ګډون کړی او یا یې د ترهګرو ډلو ملاتړ اعلان کړی دی.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشوپ ویلي، د "اسلامي دولت" ملاتړ او هغو ښځو شمېر په ډېرېدو دی، چې له دغې ډلې سره یوځای کېږي.
نوموړې دا څرګندونې د استرالیا پارلمان ته کړې، چې وايي، سوریې او عراق ته زیاتره سفر کوونکې استرالیایۍ ښځې له سخت دریځو سره تر یوځای کېدو وروسته د هغوی له جنګیالیو سره ودونه کوي.
جنسي مرییتوب
اټکل دی لسګونه هغه کسان چې د استرالیا تابعیتونه لري، په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" په لیکو کې جنګېږي.
بیشوپ وايي، هلته د ښځینه بهرنیو جنګیالیو ونډه نژدې پنځه سلنه ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service
دا زیاتوي، دا "د منطق خلاف" کار دی، چې ښځې دې د "اسلامي دولت" په څېر ډلو سره یوځای شي.
اې بي سي خبري تلویزیون د بیشوپ له قوله ویلي "اسلامي دولت ډلې له هغو ښځو سره د جنسي مرییتوب په اړه د معالې د څرنګوالي لارښوونې خپرې کړې، چې ددوی په واک کې دي".
دا وايي "آن ماشومان هم له دې ځورونې لیرې نه دي، په لارښوونو کې پر هغو نجونو د جنسي تېري هڅونه شوې، چې د بلوغ حد ته نه دي رسېدلې".
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې د دغه ډول ځورونې د نجونو له کورنیو غوښتي چې سخت دریځو ته د خپلو نجونو د ورتګ مخه ونیسي.
بل خوا، یو استرالیایی، چې د "اسلامي دولت" ډلې پرضد د کردي ځواکونو په لیکو کې جنګېده، وژل شوی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، دغه استرالیایی جنګیالی د تېرې سې شنبې په ورځ د سوریې شمال ختیځ کې د "کردي ولسي ملاتړ پر کنډک" د "اسلامي دولت" جنګیالیو په برید کې وژل شوی.
استرالیايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې هېواد یې د سخت دریځو اسلامپالو د مخ پر زیاتېدونکو اعمالو له کبله له ګواښ سره مخامخ دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د استرالیا لومړي وزیر توڼي ابوټ د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، د هېواد د ننه د تابعیت د قوانینو د سختولو اعلان وکړ.
ده وویل: "هغه استرالیایان چې له ترهګرو ډلو سره یې وسلې اخیستې، په تېره بیا په افغانستان او عراق کې د استرالیا پوځ حضور سربېره، دوی زموږ د هېواد پرضد راپورته شوي دي، چې د همدې کړنې پربنسټ باید له دوی سره معامله وشي".
دی وايي، دوه ګوني تابعیت لرونکي باید یو تابعیت پرېږدي.








